طالبانو یو ځل بیا د کندوز ښار پر لوی چوک خپل سپین بیرغ پورته کړ

کابل ټکی کام ۱۲میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندوز ولایت څخه تازه خبرونه وايي، چې طالبانو د کندوز ښار پر لوی چوک خپل کنټرول ترلاسه کړی دی او خپل سپین بیرغ یې پرې درولی دی.
دغه جګړه نن سهار وختي ۳:۰۰ بجې د څلورو خواوو څخه پیل شوې ده.
له کندوز ولایت څخه ترلاسه شوې ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او امنیتي ځواکونو خپل مقاومت له لاسه ورکړی دی.
طالبانو دغه جګړه د کندوز ولایت د سقوط په موخه پیل کړې ده.
له کندوز ولایت څخه یو بل خبر وایي، چې د کندوز د روانې جګړې پر مهال طالبانو ته ۹ تنه پولیس د خپلو مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي هم د رسنیو له لارې تأیید کړه، چې طالبان د کندوز ښار پر لوی چوک خپل کنټرول ترلاسه کړی دی.



