د حکمتیار نن او پــــرون.

لیکوال:ص- رائد

په یوې ټولنه کې هغه سړی تل بریالی او یو لوړ مقام ته رسېدلی شي چې، هدف یې خاص او خدای جل جلاله ته راست ووسي. د یو شخص دبریاليتوب لپاره همدغه دواړه خاصیتونه( چې هدف یې  خاص او  خدای ته راست وي) ډیر مهم دي.

دبېلګې په توګه، که یو شخص ډیر ښــه او خدای ته راست سړی وي خو چې په ټولنه کې یو خاص هدف ونه لري ،لوړمقام او کامیابي نشي موندلی.

همدا شان که یو سړی خاص هدف لري او تل پوره هڅه هم کوي چې دغه خاص منتخب هدف ته ورسېږي، خو چې خدای ته راست نه وي بیا هم دده بریالیتوب او لوړ  مقام ته رسېدل   ناممکنه ده.

او که د یو شخص  نه هدف خاص وي او نه  خدای جل جلاله ته راست وي، نو بې له شـــــکه چې دی به ټول عمر د  بدبختیو سربېره له ناکمۍ او ذلت  سره لاس او ګریوان وي، چې ښــــــــــه بېـلګه یې نن ســــــبا حکــــــــمتـــیار صاحب ده.

دا یو ښکاره حقیقت دی چې، حکمتیار صاحب نه خو کوم خاص هدف لري او نه داسې خدای ته راست سړی دی چې حقوق الله او حقوق العباد دې په پوره توګه وپېژني او د خپلې سپېڅلې خاورې مدافع دې ووسي. بلکې ترنورو افغاني مشرانو ډیر توپیر لرونکی او متزلزل شخص ګڼل کېږي

حکمتیار صاحب په افغانستان کې د بېلګې په توګه هم  کوم  داسې ښــــه کار ندی ترسره کړی، چې دده پلویان (حزبیان) یې په یو مجلس کې د سرلوړۍ په خاطر یاد کړي.ځـکه چې  نه خو یې پرون کوم خاص هدف درلود او نه هم  نن کوم خاص هدف لري.

دخوشحال دراني صاحب خبره چې په خندا خندا به  یې ویل  : حکمتیار صاحب په یوه شــپه کې یو سل او اتیا ۱۸۰ درجې تغیر کوي،چې ډیره کره خبره یې کړي.

نو یو څوک چې په یوه شــپه کې ۱۸۰درجې تغیر کوي نو دهغه سړي به څه هدف او څه مقام وي.

 

حکمتیار صاحب یو وخت طالبان خپل وروڼه بلل او مرحوم ملا محمد عمر مجاهد یې نړیوال اتل او قهرمان یادوه،

مګر څه موده وروسته یې سمديستي  ټایمن وګرځېدل او  په خپلو حزبیانو یې غږ وکړ چې امریکایانو ته شا کړئ او طالبان خپل هدف وګرځوئ!

ددوی (دطالبانو) جرړې وباسئ! دوی د افغانستان پرځمکه ختم کړئ!  .

څو کاله وړاندې یې په یوې ویډیویي مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې  ډیمکراسي او قانون اساسي باندې لعنت وویل،او د کابل ګډ حکومت یې  بلواک او غربي وباله ،مګر نن دادی حکمتیار صاحب بیا  له خپلې ژبې واوښته، او همدغې غربي ډیمکراسۍ ته ور کډه شــو او قانون اساسي یې په سر سترګو ومانه. چې  اوس به نو دی هم د سیاف په غوندې داشغال دمزید اوږدېدو په خاطر دلایل لټوي او امریکایان به برحقه او طالبان به ناحقه بولي.

په یوې بله ویډیو کې مې لیده چې، یوې  ستره غونډه کې خپلو پلویانو ته په یوې احساساتي وینا کې وایې: هو مجاهدینو واورئ!  ترهغه چې په افغانستان اسلامي نظام نه وي راغلی، اسلامي حکومت نه وي را منځ ته شوی، زه به خپله وســـله پرځمکه کې نږدم.

مګر دادی نن یې یو ځل بیا خپلې خبرې او وعدې هېرې کړې، هغه احساساتي نعرې او جذبې یې هېرې شوې او   داسې یو حکومت سره یوځای شو ، چې ده به  غربي او بلواک باله، نن داسې حکومت ته ورغاړې وت چې  د ډیمکراسۍ او غربیانو  تر چتر لاندې چلېږي. او د قانون اساسي ترڅنګ یې له همدغه بلواک حکومت  څخه  کلک ملاتړ هم اعلان کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button