د کرزي په سپکاوي د ملي امنیت سلاکار توند غبرګون ښودلی

کابل ټکی کام ۱۲میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
څو ورځې وړاندې په کابل کې د برهان الدین رباني د پنځم تلین د لمانځلو پر مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حضور کې د ده سپکاوی شوی وو، چې په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، سیاف او نور پخواني جنګسالاران شامل وو.
د دغې غونډې یو تن ګډونوال د «مرګ پر کرزي» شعارونه ورکړل او د کرزي سپکاوی یې وکړ.
د حامد کرزي دغه سپکاوي ګڼ اعتراضونه را پورته کړل، په کندهار، هلمند، زابل او روزګان کې سلګونه اوسېدونکو، د کندهار امنیه قومندان او نورو دولتي کارکوونکو د کرزي په سپکاوي سخت غبرګون ښودلی وو او خبرداری یې ورکړی وو، که بل ځل دا ډول کار وشو، نو لاسونه یې شاته نه دي تړل شوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ضد شعارونه په سختو ټکو غندلي دي او هغه یې د بهرنیو استخباراتو کار بللی دی.
ښاغلي حنیف اتمر حامد کرزی د «ملي مشر» تر نامه لاندې یاده کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې حامد کرزی د افغان ولس، د ملي یووالي حکومت او ولسمشر اشرف غني ته محترم کس دی.
اتمر ویلي دي:
«د بهرنیو استخباراتو اجورتي او مزدخورو کړیو زموږ د مشرانو او ملي شخصیتونو د شخصیتي ترور لپاره، پراخې ځنځیري هڅې پیل کړي دي.»
د رباني په تلین کې د حامد کرزي سپکاوی د حامد کرزي د هغو خبرو پایله وه، چې بي بي سي ته یې وویل:
«طالبان هم افغانان دي، حکومت هم افغان دی، طالبان حق لري، چې د هېواد پر ځینو سیمو خپل کنټرول ترلاسه کړي.»



