دشهيدانو سپارښتنه / مفتون

شعر / مفتون

زمونږهدف زمونږ ارمان ملګرو
در امانت دي د کاروان ملکرو 

پام به کوئ چې درنه مړاوى نه شي
زمونږ د هيلوګلستان ملګرو

دا د راحت او دغفلت شپې نه دي
ګرم ساتئ دجنګ مېدان ملګرو 

ورځ دقامت هېرول نه دي پکار
غيرت پکار دى په قرآن ملګرو

په ظالمانو ورمېګونه تاٶ کړئ
چې مطمئن شي مظلومان ملګرو

د امېد سترګې غړوي تاسې ته
دوحشت غېژکې اسيران ملګرو

مونږه ځوانۍ د رب رضاته ورکړې
په هيچا نه کوو احسان ملګرو 

خو دا يوه خبره ياد وساتئ
چې ډېرعجيب دى امتحان ملګرو

فتحې به راشي خوشالۍ به راشي
خو چې هېر نکړئ شهيدان ملګرو

مفتون کمزورى دى بښنه غواړي
اى دسنګر او د زندان ملګرو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button