په حلال رزق کې برکت وي

عبدالسلام وزیروال

د مهاجرت ژوند و او یوه ـ یوه روپۍ به مو په ډېره سختۍ پیدا کوله او هغه چې په سختۍ پیدا شي مصرفول یې له پیدا کولو ډېر سخت شي، چې بیا یې انسان په مصرف کې له زیاتې زېرکتیا، احتیاط او دقت څخه کار اخلي.

یو ماښام د مدرسې د انګړ مخې ته لانډکروزر موټر ودرېد یو غوښن سړی ترې راکوز شو، نېغ استاد ته ورغی او د لږ پسپسک وروسته پورته شو او ولاړ.

مونږ چې لمونځ وکړ، استاد د لسو شاګردانو نومونه واخیستل، مونږ ورټول شو او په استاد پسې روان شو.

استاد د یو ښایسته کور مخې ته ودرېد، دروازه یې ټک ـ ټک کړه، یو ماشوم راووت او یوې کوټې ته یې د لاس په اشاره رهنمایي کړو.

په کوټه کې په بالخت د قرآن کریم سېپارې ایښې وې، یو بل نسبت مشر هلک راغی سېپارې یې تقسیم کړې او مونږ ورته لګیا شو.

لږه دمه وروسته هماغه غوښن سړی کوټې ته راننوت، استاد ته یې وویل: یو شاګرد مو راکړئ چې له بازاره سودا را سره راوړي. استاد ماته اشاره وکړه .

بازار ته چې ورسېدو د لوی سټور(دوکان) مخ ته یې موتر ودراوه او دوکان ته ننوت، ما زر ـ زر د موټر څلورو کونجو ته نظر واچوو او د لانډکروزر موټر له ښکلي جوړښت څخه مې ددې لپاره خوند اخیست چې بیا یې ملګرو ته کیسې وکړم.

سړی بېرته راوخوت، په لاس کې یې کارتونه(دعوت کارتونه) نیولي وه او ماته یې راکړه؛ طالب جانه پام ورته کوه.

دا دې په څو روپۍ واخیستل ؟

ـ په درې نیم زره

ـ ټول ؟

ـ نه مړه. یو ـ یو مې په درې نیم ـ درې نیم زره واخیست

له ځان سره مې وخندل، ومې ویل په ښه لاپو واوښتې.

موده وروسته مې د نومیالي عالم او محدث علامه تقي عثماني حفظه الله یو کتاب کوت، د حکیم الامت علامه تهانوي رحمه الله له خولې یې یوه کیسه لیکلې ده:

وایي دلته یو مالداره سړی و زیاته ځمکه یې لرله، تجارت او کاروبار یې هم ورسره کاوه، چې ژوند یې ښه اسوده و.

یو زوی او یوه لور خدای ورکړي وه چې نوابزادګان به بلل کېده.

یوه ورځ یې زوی په اورلګیت اور لګولی، نو د اور لګیت هغه بوی خوند ورکړی. پس له هغې یې همدا کار شو، اور لګیت به یې لګوو، بوی به یې کش کاوه او د پلار سرمایه یې په بېځایه او بېهوده شي ختموله.

لور یې یوه ورځ بازار ته تللې وه او هلته د رخت والا سره ولاړه شوې، کله چې هغه رخت قینچي کوي. د قینچۍ او رخت د غوڅېدلو اواز خوند ورکړی.

پس له هغې یې بلها رختونه کور ته راوړي، دا به ورته ناسته وه، رخت به یې قینچي کاوه او له اوازه به یې خوند اخیست!

پایله یې دا شوه چې زوی او لور د پلار ګټلې سرمایه په عبث عشق ختمه کړه او بیا به دواړو په بازار کې ګداګري کوله چې اوس هم هغه بازار شته دی او د “بیګم بازار” په نوم مشهور دی.

ما به کله له ځان سره سوچ کاوه دا خلک چې د میاشتې لکونه روپۍ ګټي دا څنګه او په څه مصرفوي ؟

کله مې چې دا کیسه لوستلې اوس وایم چې د حلالو ګټه درنه وي او د حرامو ګټه په عبثیاتو او بېځایه خواهشاتو لکه د خلي الوځول کېږي، نه راته کوم مالداره سړی لاپو ښکاري او نه دا وایم چې څنګه به یې مصرفوي !!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button