پا ک زړى مؤمن

ډاکټر اصف

مؤمن تل پاک زړى وي او چاته نه بې ځايه په زړه کې کينه ساتي، نه بې ځايه په چا بدګمان کوي او نه د درواغو چالاکي، ټګى برګي او تېر ايستل کوي؛ نو له همدې امله کله کله د حسن ظن له امله تېر وځي.
په يو حديث کې داسې راځي :
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه له پېغمبر صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي، چې ويې فرمايل: (( مؤمن پاک زړى او عزتمند دى او بدکاره انسان تېر ايستونکى او حرامي وي)).
د مؤمن د پاک زړۍ معنی دا ده چې کله يې څوک تجربه کړی نه وي او ورته معلوم نه وي، نو د ښه ګمان له کبله پرې تېروځي؛ خو له دې سره سره زيرکه او هوښيار هم وي، چې له يوه ځايه دوه ځل نه غولېږي.
لکه چې په بل حديث کې راځي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي((مؤمن له يوې سوړي دوه ځل نه چيچل کېږي)).

مطلب دا چې يو ځل يې يو څوک تجربه کړ او پرې وغوليده نو بيا دویم ځل پرې نه غولېږي، ځکه چې يو چا يو ځل تېر ايستې او دوهم ځل دې تېر باسي، نو دا بيا ستا په حماقت او کم عقلۍ دلالت کوي، نو مؤمن پاک زړى وي؛ خو احمق نه وي.

ټولنيز مؤمن:

اسلام غواړي، چې مؤمن دې ټولنيز وي، په خلکو کې دې ريښې ولري او تل دې د رغونې، اصلاح او سمون هڅې وکړي، په اسلام کې ګوښه کېناستل او رهبانيت نشته، بلکې په اسلام کې اجتماعيت او سمون دى.
په حديث کې داسې راځي :
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه له پېغمبر صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي چې ويې فرمايل: (( هغه مسلمان چې له خلکو سره ګډ ژوند کوي او دهغوى په کړاو صبر کوي، له هغه چاغوره دى چې له خلکو سره ګډ ژوند نه کوي او د هغوى په کړاو صبر نه کوي)).
نو مؤمن به په خلکو کې ګډ ژوند کوي، هلته به تل د رغونې او سمون هڅې کوي، امر بالمعروف او نهى عن المنکر به کوي او تل به د سولې او ښېرازه او سوکاله ټولنې د جوړولو کوښښ او هڅه کوي.
مهرباني او لورېنه:

اسلام د ترحم، مهربانۍ، لورېنې او خواخوږۍ دين دى.
د رحم کولو په هکله په حديث کې داسې راځي:
له جرير بن عبدالله رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ((څوک چې په خلکو رحم نه کوي؛ په هغه الله ج رحم نه کوي)).
په بل حديث کې داسې راځي:
له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې ما د ريښتيني اوريښتيني ګڼل شوي ابوالقاسم (محمد رسول الله) صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې فرمايل يې: (( رحم کول يواځې له بد مرغه انسان څخه ايستل کېږي)).
په بل حديث کې داسې راځي:
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ((رحم کوونکو باندې الله رحم کوي تاسو په هغو خلکو رحم وکړئ. چې په ځمکه کې دي؛ په تاسو به هغه ذات رحم وکړي، چې په اسمان کې دى))

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button