د کندز جګړې حکمتيارسره د سولې هوکړه او د بروکسل غونډه کمرنګه کړه

 تبصره

پرکندز ولایت د تيرې ورځې راپديخوا د جګړې په دوام  د دولتي، نظامي او سياسي کړيو لخوا تبصرې روانې دي، يوشمير سياسي چارواکې د تير په څير وايي: له وسله والو طالبانو سره له بهره مرسته کيږي او د کندز ښارنيول بې له بهرنۍ مرستې هيڅ امکان نه لري؛ خو ځينې  د حالاتو څارونکي بيا په اند او د حالاتو په شاليد سره وايي: دا په اصل کې د کندز د تيرکال په څير د جګړې ناسم ماموريت دی، چې د تير کال غفلت کوونکي تر اوسه پورې په دندو پاتې دي.

ځینې سياسي کړۍ بيا د کندز پر ښار روانه جګړه د يوې توطیې پيل بولي وايي، چې د طالبانو سره په داسې وخت کې د کندز ښار په سر د جګړې مرسته وشوه، چې د يوې خوا په کابل کې د ګلبدين حکمتيار سره دولت د سولې موافقه ليک لاس ليک او د بلې خوا په بروکسل کې غونډې په اجنډا کې  افغانستان سره مرستې په نظر کې نيول شوې وې، چې دواړه د کندز د ښار په جګړه پيکه او کمرنګه شوې.

په اصل کې طالبانو پر کندز  ښار د خپل ځانګړي پرګرام له مخې جګړه پيل کړه.  د کندز د ښار امنيتي چارواکو خپله زور ازمايي وکړه او سره د زور ازمايي طالبان د کندز ښار ته ورننول.

  دا چې توطيه ده او که جګړه خو طالبان په خپل مقصد کې د کندز ښار ته په ورننوتلو کامياب شول. اوس چې په کندز کې جګړه روانه ده او يا طالبانو د کندز ښار څه برخې نيولي يا نه نيولې دا د جکړې په تکتيک پورې اړه لري، چې نظاميان پدې مسئله ښه پوهيږي؛ خو د کندوز ښار ته ورننوتل هم څه اسانه کارنه دی، دا هم که د دولت نظامي چارواکي د ځان سره په نظامي اصولو قضاوت وکړي دا خپله د کندز د نيولو سره سمون لري.

دا يواځې د کندز ښارنه دی، چې امنيتي چارواکو د کندز ښار چاپيره پوستو څخه په شاتګ وکړ. په افغانستان کې دا اوس يو معمول ګرځيدلی دی، چې طالبان څه د خپل نفوذ او څه د جګړې په وسيله سيمې او پوستې نيسې او ځانونه د کندز په څير لوېو ښارونو نيولو ته چمتوکوي.

اوس که د کندوز چارواکي د کندوز د ښار د خونديتوب ډاډ ورکوي څو ک پرې باورنه کوي، ځکه دا دویم ځل دى چې د کندز ښار په باور کې ولايتي چارواکي د امنيتې ځواکونو په موجوديت کې  کندز له لاسه ورکوي. همدا ډاډ دی چې په وار وار د کندوز د ښار په اړه د دفاع وزارت د کندوز ښاريانو ته ورکاوه او بلاخره طالب وسله وال د کندوز منځ ته ورسيدل.

 باور خو هغه وي چې په لس کيلومترۍ کې وسله وال  د ښار نږدې کيدوته هم پرنښودل شي. دا چې د ښار له منځه یې د درنو توپونو، راکټونو،  ټانکونو او د ښاريانو په مرګ او ژوبله باسي په دا ډول ډاډ به ښاریان څه اعتبار وکړي.

د تېر کال د کندز ښار له لاسه ورکولو کې او اوس مهال ښار ته په ورننوتلو کې همغه زاړه امنيتي مسئولين لاس لري، ځکه د تېر کال د جګړې پر مهال امنيتي پوځونو خپل ژوند په تيښته کې وليد اوس څله ځانونه په طالبانو وژني.

څو مياشتې د مخه د کندز امنتي چارواکو ډاډ ورکړ، چې د کندز يو شمير ولسوالۍ یې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي، که یې ډاډ رښتينى وای بيا د کندزښار ته ورننوتي طالب وسله وال په کومه ورغله او جګړه ېې  څرنګه پيل کړه ؟

که د کندز پرښار جګړه دوامداره او يا د څه وخت لپاره غلي هم شي د کندز جګړې په کابل کې د دولت او ګلبدين ترمنځ د سولې هوکړه ليک او د بروکسل غونډه پيکه او کمرنګه کړه او دا یې وښودله چې په افغانستان کې موجوده چارواکي د خپلو اختلافاتو په نتيجه کې د ښې حکومتولۍ او امنيت ساتلو توان له لاسه ورکړی دى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button