کابل ټکی کام ۱۴تله/۱۳۹۵، لیکنه د خړې حجرې خړ طالب
ګورئ! دا انډیوال خو د هېرېدو نه دي، مونږ او تاسو د کندوز په خوشالیو شوو، د فتحو د بهیر په لمانځلو شوو، یو بل ته د زیري په ورکولو شوو او د سولې موضوع بیخي رانه هېره شوه، هغه خوارکي په ډېر تکلیف او د قربانۍ په زغملو
(سوله) تسلیم کړه.
او که خدازده
(تسلیمي) سوله کړه.
دې کې شک نشته، چې که له یوې خوا سپېره او ناسي دی، خو له بلې خوا زمونږ په خیر هم دی.
حکومت یار تېر کال د کندوز فتحې هم ځورولی وو، چې د اشغال خاتمې ته د ده په اند په تاوان تمامه شوه، د طالبانو اوسنۍ تازه بریاوې او د فتحو سوبو به بیا ګیله من او خفه کړی وي، چې اشغال به ورسره وغځیږي او د ده د سولې شرط به پوره نه شي.
خیر باک نه کا، دی خو د حکومت او څوکۍ یار دی، نو په اډوانس کې یې دا دی
د یوه حکمت؟؟!!
له مخې سوله پېش بیني او بالاخره وکړه، د څوکۍ په لار کې یې نه هېرېدونکې بې سارې قربانۍ وګاللې، چې د هغوی د بادار، نړیوال استکبار په دربار کې کېدای شي، د دوی دا قرباني قبوله شي، د دوی تانده، نه ستړې کېدونکې جل وهلې مبارزه او نهضت یې، چې د کوم هدف په خاطر شروع کړی وو، رنګ راوړي.
مونږ ته خو هسې هم د سیاست د نابغه د اسلامي قطب د ځلانده ستوري ملاصاحب مبارک د کاڼې کرښې مخته پرتې دي او داسې لار یې راته پرېښې، چی لاروی به یې سر لوړی، کړه وړه به یې د مېړانې مظاهره کوي، د شجاعت څخه به ډک او ملت ته به د پیغور نه وي.
څه ښه او پاخه یې ویلي:
«مونږ به خپل کار کوو دوی خپل»
نو اوس هم دوی دې د سولې په نامه صلیب ته تسلیمیږي، مونږ به د خپلو ملي او اسلامي اقدارو او نوامیسو د حفاظت په خاطر د لوی خدای دربار ته د سرونو په نذرانه کولو او لیلامولو سره د قربانیو په بهیر کې د شاندارو فتحو له غروره ډک، ستر ویاړ په ګټلو سره خپل ځورېدلی ولس د ښکېلاک له ناپاکو منګولو، منحوس شتون او له اشغاله خلاصوو او د اسلامي نظام د قیام په سایه کې به یې د حقیقي او د دایمي سولې څخه برخمن کوو.
ان شاء الله.
په همدې هیله او ډبرین هوډ.

















