(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۵) زرغون خوږیاڼی
پنځلس کاله وړاندې امریکايي ځواکونو سره د ټولو متحدینو په افغانستان باندې یرغل وکړ او په دې هېواد کې یې د یو نه تمامیدونکي وحشت اور بل کړ.
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د اکتوتبر ۷مه نیټه د افغانستا په تاریخ کې د مرغومي(جدي) شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼل کیږي.
په اعلامیه کې لیکل شوي، چې ۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ یعنې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د امریکا په مشرۍ نړۍ والو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف زمونږ د هیواد پر سپیڅلي حریم وحشیانه پوځي یرغل وکړ.
طالبانو لیکلي چې د ۱۱سپتمبر پيښه د افغانستا د اشغال لپاره هسې یوه بهانه وه، په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو، مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ.
د طالبانو په وینا امریکايانو په دې هیواد کې ځینې موخې وټاکلې چې د افغانانو له حسابه ځان خلاص کړي؛ خو ولیدل شول چې په ټولو موخو کې پاتې لا څه چې هیواد لا د بدمرغۍ کندې ته ولوید او په نړۍ کې یو محتاج هیواد شو.
طالبانو د امریکایانو دا اقدام یو وحشي یرغل کڼلی،((په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي)).
دوی په امریکایانو غږ کړی چې نور زمونږ هیواد پریږدئ او وحشیانه اشغال ته مو خاتمه ورکړئ، ((کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي!)).
یاده اعلامیه د ارزښت له مخې کټ مټ خپروو:
د امریکایي یرغل د پنځلسم کال د پوره کیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
سبا د اکتوبر 7مه نیټه ده، دا ورځ هم د افغانستان په تاریخ کې د مرغومي د شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼله کیږي.
۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ یعني د 2001 م میلادي کال د اکتوبر پر 7مه نیټه، د امریکا په مشرۍ نړیوالو یرغلګرو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف، زموږ د هیواد پر سپیڅلي حریم، وحشیانه پوځي یرغل وکړ .
امریکایی یرغلګرو په ظاهره د خپل وحشت لپاره د سپتمر د 11مي پیښه یوه بهانه وګرزوله، په داسي حال کې چې په هیڅ ډول دا بهانه د توجیه وړ نه وه او نه ده . دا ځکه چې د سپتمبر په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو .
مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ.
د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي ؛ نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې :
1 – افغانستان به پر خپلو پښو دروي .
2 – نشه يي توکي به له منځه وړي .
3 – د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي.
4 – سوله ، ثبات او امنیت به تأمینوي.
ـــ خو نن دا دی ۱۵ کاله تیریږي، موږ او تاسو وینو چې هرڅه ، سرچپه روان دي ، افغانستان پرخپلو پښو ولاړ څه ، چې په نړۍ کې يې یو محتاج ترین هیواد تري جوړ کړی ، له پریمانه امکاناتو سره سره ، هیڅ ډول بنسټیز کار په کې ترسر ه نشو.
ـــ نشه ئي توکي چې دامریکایې یرغل څخه مخکې یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي دکښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه، اوس یې ټوله نړۍ ګوري چې د بل هروخت په پرتله نن افغانستان دنشه يي توکو په کر او صادرولو کې د نړۍ ریکارډ مات کړی .
ــــ د افغان ولس د خوښی حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین ، غل او د شروفساد ګډوله سیټپ یې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې.
ــــ د ثبات او امنیت دا حالت دی چې امریکایی جنرالان خپله اعلان کوي چې په یوه میاشت کې 1000 تنه انسانان وژل کیږي . د عامو خلکو پر کورونو او عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ورځنی معمول ګرځیدلی .
په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۵ مي کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینی تويې نه کړي ، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد او خپل راتلونکي برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي.
دا هماغه سالمه او معقوله لاره ده چې اسلامي امارت پنځلس کاله وړاندې هم تاسوته د قضيې د ریښتوني حل په اړه در په ګوته کړې ، او په وار وار یې درته تکرار کړي ده .
کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي! هغه مهال به بیا تاسو په زرهاوونورعسکر هم له لاسه ورکړي ، په سلګونو میلیارده نور ډالر به مو هم ضائع کړي وي؛ خو د یو تاریخي او شرموونکي شکست په بدل کې، چې همدا اوس، اوس هغه وخت را نژدې شوی دی.، انشاء الله . او علائم یې ټوله نړۍ پخپلو سترګو ویني .
« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ـــ ژباړه: برلاسي او مرسته هرڅه چې دي، دهغه الله له خوا دي چې ډير زورور او دحکمت خاوند دی»
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۸/۱/۵هـ ق
۱۳۹۵/۷/۱۵ هـ ش ـــ 2016/10/6


















