کابل: مدني فعالانو د تورلیست نه دحکمتیار نوم لرې کولو سره مخالفت څرګند کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۵) زرغون خوږیاڼی

نن د کابل ښار په شهرنو پارک کې مدني فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست څخه لرې کول وغندل او له له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې د حکمتیار نوم له تور لیست څخه ونه باسي.

لاریون کوونکو د ځان سره دګلبدین حکمتیار یو ډول بینرونه هم له ځانه سره لیږدول او شعارونه یې ورکول چې ګلبدین د کابل قصاب او د خلکو قاتل دی.

دوی د ملګرو ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې د حکمتیار نوم له تور لیست څخه ونه باسي، هغه یې د کابل د خلکو قاتل وبللو.

د لاریون کوونکو په وینا، حکمتیار ته دې قضایي مصونیت نه ورکول کیږي؛ د حزب اسلامي په ګډون دې د تېرو لسیزو د ټول جنایتکارانو په اړه دې، چې لاسونه یې د خلکو پر وینو سره دي، عدالت پلی شي.

لاریون کوونکو ادعا کوله، چې په کابل کې د تنظیمي جګړو پر مهال د حکمتیار وسلوالو پخپلو توغندیزو بریدونو د ډېر شمېر خلکو د کورنیو غړي وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې ګلبدین حکمتیار د ګډ حکومت له مشرانو سره د سولې یو تفاهم ته ورسید او دواړو خواو یو له بله سره د سولې تفاهم لیک لاس لیک کړ، چې اوس یې په کابل کې پر خلاف یو ډول غبرګونونه راپاریدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button