فراه مرکز ته څېرمه طالبانو درنده جګړه روانه کړې ده

کابل ټکی کام ۱۵تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له فراه ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي، چې د دغه ولایت مرکز ته څېرمه طالبانو درنده جګړه روانه کړې ده او پر امنیتي ځواکونو باندې شېبه په شېبه د محاصرې کړۍ د تنګېدو په حال کې ده.
دغه جګړه نن سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت ښار اړوند د رج او کینکهان سیمو کې پیل شوې ده، دا مهال طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
نن د فراه د ولایتي شورا غړو خبرداری ورکړ، چې فراه ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
دا په داسې حال کې چې د کندوز ولایت مرکز دننه هم طالبانو درنده جګړه روانه کړې ده.
د یادولو ده، چې طالبانو دا مهال د هېواد په کندوز، فراه، بغلان، هلمند، جوزجان، روزګان او نورو ولایتونو کې درندې جګړې روانې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button