کابل ټکی کام ۱۵تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ویکیلیکس مؤسسې ویلي دي، د امریکا ولسمشرۍ ته د نوماندې هیلري کلینټن په اړه داسې اسناد په لاس کې لري، چې له داعش ډلې سره د نوموړې اړیکې ثابتوي.
The Political Insider وېبپاڼې په دې تأکید کړی دی، چې «جولین اژانس» ویلي دي:
«هیلري کلنټن نه یوازې له تروریستانو سره اړیکې لري، بلکې نوموړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه، هغوی ته یې وسلې او نور پوځي مهمات هم ورلېږل»
د دغه اژانس د خبر له مخې چې کلینټن به وسلې او نور پوځي مهمات قطر ته استول او قطر به په لیبي کې د معمر القذافي وسله والو ته سپارل.
خبر زیاتوي، چې کلینټن یوازې په دغه مرستو بسنه نه ده کړې، بلکې په سوریه کې هم د دا ډول طرحې په تلاش کې وه.
خو کلینټن دغه خبر رد کړی دی.
د یادولو ده، ویکیلیکس هغه راز ښکاره کوونکې مؤسسه ده، چې د امریکا د پتو رازونو څخه پرده پورته کوي.


















