جواد څارګر
د اکتوبر ۷م تاریخ و، همدا نن ورځ، د نن نه پنځلس کاله وړاندې امریکایي جمهور رئیس جورج ډبلیو بش په ډېر غرور او سپین سترګۍ، د اسلامي امارت پر ضد دصلیبي جګړې اعلان وکړ.
د شپې پر ۱۰ بجو د صلیبي جګړې لومړني توغندي زمونږ پر خاوره وتوغوَل شول او ورسره یوځای د صلیبیانو جنګي الوتکو بمبارد پیل کړ.
جګړې ته له نیمایي زیاته نړۍ اشر وه، پرمختللي ټیکنالوژي، مجهز پوځیان او رنګارنګ جګړه اییز وسایط او آلات ددې جګړې لپاره چمتو کول؛ نړۍ داسې اټکل کاوه چې په څو د قیقو او یا څو ساعتونو کې به طالبان وتښتي، ملامحمد عمرمجاهد او اسامه بن لادن به له سوړو! راوویستل شي، په دار به شي او نور لوړپوړي طالب چارواکي به یا تسلیم او یا له صحنې چېرې لېرې کناره شي.
جګړه پیل شوه؛ پنځلس کاله پرې تېر شول، نه ملامحمد عمرمجاهد په دار شو نه اسامه بن لادن، نه طالبان له مینځه ولاړل نه امریکایانو بری وموند، په طول د پنځلس کالو کې بمبونه وورېدل، میزایل وتوغېدل، کورونه، مساجد، مکاتب، عامه المنفعه تأسیسات ونړېدل، شتمنۍ چور شوې، ځوانۍ لولپه شوې، ماشومان یتیمان شول، مېندې بورې او ناویانې کونډې شوې مګر کیسه لا هماغسې ده چې څنګه وه.
دا جګړه د امریکایانو په زیان روانه ده؛ که څه هم دمګړۍ د جګړې مرکز زموږ وطن دی مګر زور او زیان به یې نړۍ هم ویني.
امریکایان کاملاً ناکام دي، نه مجاهدین ختمولای شي، نه د خپل طبعیت منځلاری اسلام حاکمولای شي او نه افغان مسلمان ملت سرکوبه ولای شي، روانه جګړه به تر هغې دوام مومي ترڅو چې امریکایان خپله نامشروع او ناوړه جګړه اختتام نکړي.
هغه نړیوال دولتونه چې ددې جګړې لپاره اشر شوي ول؛ یو ـ یو یې خپلې لارې بېلوي، د ولسونو له توندو غبرګونونو سره مخ کېږي او خپل پوځیان له افغانستانه کاږي. اوس هم اوبه له ورښه تېره نه دي، که امریکایان د جوش پر ځای له هوشه کار واخلي، اشغال ختم کړي او خپل پوځیان یو مخ له افغانستانه وکاږي، هم به یې نړیوال حیثیت ته صدمه ونه رسیږي او هم به یې اخلاقي جرأت کړی وي.
امریکایانو افغانانو ته څه ورکړه؟ یو مفسد نظام، مفسد چارواکي او په فساد لتاړه اداره، د مسلکي کدرونو اختطاف او ترور، هماغه زاړه وحشي جنګسالاران یې بیا پرې حاکمان کړه او د ملت لېږه ـ ډېره پاته شتمني یې بیا ځل پرې چور ـ تالان کړه.
په مساجدو یې بمونه ووروَل، ودونه او جنازې یې بمبارد کړې، کورونه یې په باروتو لولپه کړل او د اربکیزم د ناولې پدېدې پر جوړښت یې افغانان کور په کور په دښمنیو واړوَل.
امریکا ام الفساد ده؛ نړۍ ته یې اور اچولای، د نړۍ امن یې تالا ـ ترغه کړی او لا کوښښ کوي په نړۍ کې اورونه بل کړي کړي، ورور د ورور او ګاونډي د ګاونډي دښمن کړي او خپلې اسلحې او پوځي وسایط ورباندې وپلوري.
د لاسپوڅو پر انتخاب او واک ته رسولو دا جګړه پای ته نه رسیږي، ترڅو چې رښتوني حقایق درک نشي، حق حقدار ته ونه سپارل شي دا غمیزه به همداسې غځیږي.
کفار چې د مسلمانانو سره کومې مرستې کوي تر شاه یې ناوړه موخې لري، خپل اهداف لري او غواړي مسلمان امت ګمراهۍ او لادینۍ ته رهبري کړي.
خدای تعالی د کفارو مرستې مونږ ته داسې راپېژني:《اِنّ الذین کفروا یُنفقونَ اموالهم لِیصدُّونَ عن سبیل الله》 ژباړه؛ هغه کسان چې کافران دي او پر تاسو مالونه خرچه کوي، ددې لپاره چې تاسې د خدای له حقې لیارې راوګرځوي.

















