شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د اکتوبر ۷مه د جدي له ۶مې ډیره توره ورځ

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 7, 2016
کټګوریانې: تبصرې, ټولنه او اجتماع
0
9
ځلې شریک شوی
113
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

له کومې ورځې نه چې د امریکا په نیویارک کې پر ټریډ سنټر باندې د دوه الوتکو په وسیله برید ترسره شو او د صلیبیانو د کبر او غرور دغه دوه ښکرونه یې ونړول، نو د هغه وخت ولسمشر بش له واره د دې پړه پر مسلمانانو واچوله او په عکس العمل کې یې د صلیبې جګړو د پیل اعلان وکړ.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

د دغې نا مقدسې جګړې پیل یې د افغانستان د مجاهد روزونکي هیواد له خاورې نه وکړ، سره له دې چې روسانو په وار وار واشنګټن ته توصیه وکړه، چې پر افغانستان باندې له یرغل نه ډډه وکړي ځکه چې دغه هیواد ته ننوتل آسان دي؛ خو ایل کول یې ناشونی کار دی، خو امریکایي چارواکي چې تل په خپل ځواک او خپل تخنیک مغرور دي د هیچا مشورې ته یې پام نه کاوه، آن تر دې چې د افغانستان د طالبانو حکومت په دې اړه شواهد وغوښتل او برید د مجوز د څرګندوالي د ثبوت مطالبه یې وکړه؛ خو امریکا نه غوښتل چې په دې اړه د هیچا واوري، نو سملاسي یې پر افغانستان باندې خپله اعلان کړې وحشیانه صلیبې جګړه پیل کړه، په داسې حال کې چې دغه مهال شمالي ټلواله د طالبانو د سرتیرو لخوا تر کولابه په شا تمبول شوې وه او سر لښکر یې احمد شاه مسعود هم په همدې نږدې ورځو کې وژل شوی و، نو د شمالي ټلوالې حالت هغه اوبو اخیستي انسان ته ورته و چې هر بوټې او آن چې د اوبو زګ ته یې هم لاس اچاوه نو د صلیبیانو یرغل د هغوی لپاره د طالبانو له جنګ نه د خلاصي بهترینه وسیله وګرځیده نو یې ورته په رڼه ټنده او خلاصه غیږه ښه راغلاست ووایه، آن چې د اسلام قسم خوړلو دښمنانو (صلیبیانو) ته یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره ټولې آسانتیاوې برابرې کړې، او که ووایو چې هغوی ته یې د جنګې سپي په حیث دنده ترسره کړه مبالغه به مو نه وي کړي، په دې معنی چې امریکایانو به پر طالبانو بمونه غورځول او د دې ټلوالې لنډغرو به په همغه لور په پلي ډول پرمختګ کاوه لکه یو څوک چې یوه سپي ته د حملې کولو په خاطر مخکې ډبره غورځوې او سپی زړور کیږي او پر مخ ځي.

 سربیره پر دې برهان الدین رباني چې ټول عمر یې د شرعیاتو په لوستلو تیر کړی وو او د شرعیاتو په پوهنځي کې یې د استاد وظیفه هم اجراکړې او په دې لاره کې د پروفیسرۍ مقام ته رسیدلی و؛ خو د قدرت د ګدۍ د ترلاسه کولو لپاره خپل عناد، کینې، خیرن زړه دومره افراطي کړی و چې صلیبي یرغلګرو ته یې په وار وار اعلانونه کول چې په خپله بمبارۍ کې د کوچنيو بمونو پر ځای ستر بمونه پر طالبانو وکاروي، ځکه چې دغه بمونه درست کار نه کوي، بالآخره دغه استاد تر مرګه پورې د صلیبي یرغلګرو په چوپړ کې پاتې شو او په همدې لاره کې ورته له شرمه ډک مرګ ور په برخه شو او په آخرت کې به هم د صلیبیانو په ډله کې راپاڅیږي وبه کتل شي چې خدای تعالی ته د خپلو دغو شومو اعمالو په صفایۍ کې څه ډول ځواب ورکوي.

د افغانستان په تاریخ کې دغه منحوسه ورځ د ثور له ۷مې او د جدې له اتمې که ډیره توره نه وي نو ورڅخه کم توروالی هم نه لري، دا هغه وحشي ورځ ده چې صلیبي یرغل او صلیبي جګړه د کمونیزم تر کودتاه او د شوري اتحاد تر بریده څو چنده ډیر وحشیانه او له خطرناکو موخو ډکه ده او لا هم دوام لري، ځکه د دغې جګړې په څنګ کې مکار دښمن له هغې حربې نه هم کار اخیستی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نن نه نږدې پنځلس کاله مخکې مسلمانانو ته د هغې خطر بیان کړی دی او فرمایلي یې دي: چې یوه ورځ به کفار پر مسلمانانو داسې راغونډ شي لکه وږي انسانان چې په یوه کاسه راغونډ شي، یوه صحابي پوښتنه وکړه چې ولې مونږ مسلمانان به په دغه وخت کې لږ وو که څنګه ای د خدای رسوله؟ هغه وفرمایل نه ! تاسې به ښه ډیر یاست، دومره ډیر لکه د بحر پر سر چې د اوبو زګونه ډیر وي خو په تاسې که به وهن پیدا شوی وي، صحابي پوښتنه وکړه چې وهن څه ته وایي ای د خدای رسوله! هغه وفرمایل: حب الدنیا و کراهیة الموت، یعنی له دنیا سره مینه او له مرګ نه ویره.  په بل ځای کې یې فرمایلي دي چې: لکل امة فتنة و فتنة امتي المال.

یعنې د هر امت د ایل کیدو او ناکامیدو لپاره فتنه وي خو زما د امت د تباه کیدو لپاره فتنه به مال وي.

نو که تاسې ته یاد وې کله چې د طالبانو نظام سقوط وکړ، نو د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه یې د ډالرو په زور وګټله.

رښتیا هم چې ګورو نو زمونږ د غرونو په شان دوه غټ غټ پروفیسرانو هر یوه پروفیسر برهان الدین رباني او پروفیسر عبدالرب رسول سیاف او سترې ډلي او ګوندونه یې او هم د شمالي لنډغرو ټلواله همدغه (وهن) پر ځمکه داسې را ګوزار کړل چې نړۍ یې هک حیرانه کړه، دوی له مرګه وویریدل او له پیسو سره یې بې خرته مینه پیدا شوه، د صلیبې جګړې له پیل کیدو نه لږ مخکې د صلیبي یرغلګرو لخوا  د دوی لپاره پنجشیر ته له ډالرو ډکې هلیکوپترې راورسیدې او دوی دومره ډالر واخیستل چې ویل کیږي د دوی د کروزین موټرو ټایرونه یې پر ځمکه کینول.

دغه پیسې د صلیبې یرغلګرو لخوا د دغو منحوسو مشرانو سره له موافقې وروسته په هلیکوپترو کې د صلیبیانو لخوا د جګړې د پیل نه لږ مخکې پنجشیر ته انتقال شوې وې، چی د دې پیسو زیاته برخه یې لومړۍ کټګورۍ (پروفیسرانو) دوهمه کټګورۍ (ډاکتر ډبل عبدالله او جنرال فهیم او د احمدشاه مسعود کورنۍ) دریمه کټګورۍ یې (یونس قانوني، هزاره ګان) وو.

خو دغه منحوسه جګړه اوس مهال د افغانستان د باتورو او سرښکندونکو مبارزینو په مټو په ګونډو کیدو ده او لرې نه بریښي چې دغه مغرورې لښکرې به د شوروي یرغلګرو په سرنوشت اخته شي او سرکوزي او شرمیدلي به د افغانستان له پاکې خاورې نه وتښتي، چې له هغې وروسته به د صلیپی یرغلګرو له دغو فاسلیټیټرانو سره د هغوی د کټګوريو په اساس حساب او کتاب ترسره کیږي، او دغه پخاوني مایوستان به د خپلو کړو شومو اعمالو په سزا ورسیږي.

و ما ذلک علی الله بعزیز.

مخکینې مطلب

د ډیموکراسۍ پنځلس کاله

بل مطلب

پاکستان د ناموسي وژنو په اړه نوی قانون تصویب کړ

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com