(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۶) زرغون خوږیاڼی
ولایتي چارواکي وايي، چې نن یو ځل بیا وسله والو طالبانو د کندز ښار په ځینو کلیدي ځایونو باندې بریدونه کړي دي.
د کندز ولایتي شورا رئيس محمد یوسف ایوبي پژواک خبري اژانس ته ویلي دي، چې نن له ماسپښین مخکې طالبانو یو ځل بیا د کندز ښار په لومړۍ، درېیمه او څلورمه حوزه برید وکړو.
دده په وینا اوس د بخمل کوڅه کې جنګ روان دی، چې د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ سره ۲۰۰ متره فاصله لري.
د کندز د والي ویاند سید محمد دانش بیا دغه ادعاوې رد کړي دي، نوموړي ویلي دي چې اوسمهال په کندز کې وضعه ارامه ده، دده په وینا جګړه په خواجه مشهد کې روانه ده چې ۲۰ طالبان په کې وژل شوي دي.
د کندز ښار د اولې حوزې امر صفی الله تاېيدوي چې په لومړۍ امنیتي حوزه کې د وسله والوطالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي امریکاغږ ته وویل، چې نن په کندز کې د جګړې پنځمه ورځ ده، په ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه د ښار په مختلفو ځایونو کې جریان لري.
د سیمې اوسیدونکي وايي، کله چې افغان ځواکونه مخکې لاړ شي، طالبان د هغوی شاته راتاویږي او پریښې سیمې بیرته نیسي، په دغه حالت کې افغان ځواکونه د محاصرې د ماتولو هڅه کوي او سیمه بیرته طالبانو ته پریږدي.
دا اوسیدونکي وایي، په تیرو پنځه ورځو کې افغان ځواکونه کله مخکې ځي او کله بیرته خپلو پخوانیو سیمو ته راګرځي.
د سمیع الله سمیع په نوم یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل” چې نن سهار ۱۱:۳۰ بجې له یو نامعلوم ځای څخه ډزې وشوې، هغه پولیسو چې د دورې په سر د امنیت په خاطر ګزمې کوي په رینجرو کې سپاره شول او داسې وتښتیدل چې چا په سترګو هم ونه لیدل”.
همدارنګه د کندز امنیه قومندان جنګل باغ رسنیو ته وویل، چې حکومتي ځواکونو تېره شپه د ښار په لوېدیځه او ختیځه څنډه کې پرمختګ وکړ او وسله وال طالبان یې له هغو سیمو وشړل، دده په وینا په دغو عملیاتو کې ۵ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول او د طالبانو ۱۲ ملګري مړه او ۸ نور ژوبل شول. ده د ۳ ملکي وګړو وژل کیدل هم تائيد کړل.


















