کابل ټکی کام ۱۶تله/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي
د نن څخه پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه زمونږ پر ګران هېواد، افغانستان باندې امریکایي ځواکونو خپل کړغېړن او ناولي قدمونه کېښودل.
دغه ورځ چې د نننیو جګړو پیلامه یې بللی شو، د افغان متدین ولس لپاره په هر اعتبار خورا زیانمنه او توره تمامه شوې ده.
په افغانستان کې د امریکا فزیکي جګړه:
د اکتوبر په ۷مه نېټه امریکايي ځواکونو زمونږ پر ګران هېواد یرغل وکړ او د کروز توغندیو اوB52 ډوله الوتکو په مټ یې ټول عام المنفعه ځایونه، مذهبي ادارې او مسجدونه یې له منځه یووړل، د افغانانو د خوښې اسلامي نظام یې ړنګ کړ، د شپني عملیاتو تر نامه لاندې یې د با عزته افغانانو عزت او ناموس ته په سپکه وکتل،پر مؤمن ولس یې خپل هغه غلامان چې د دوی ډالرو ته له خپل دین، ناموس او غیرت تېر شوي وو؛ مسلط کړل او همدا راز یې زمونږ په خاوره کې له هر ډول وحشتونو او ظلمونو څخه کار واخیستو.
مګر دغه ظلمونه او وحشتونه د دوی لپاره ګټمن نه، بلکې تر ډېره حده ورته زیانمن تمام شول، ځکه د امریکایي اشغال په مقابل کې جنګېدونکې اسلامي ډله په لومړیو شېبو کې د یو زبر ځواک په مقابل کې تش لاس وه او د امریکايي مستبد نظام د پرلپسې ظلمونو په نتیجه کې دغه ډله خورا قوي او فعالیتونه یې پراخ شول او دا دی ګورو چې نن نړیوال ښکېلاکګر له ماتې سره مخ دي او د هېواد ډېری برخې د اسلامي امارت له قهرمانو مجاهدینو سره دي.
خو له یوې خوا دغه جګړه ورته یو څه ګټمنه تمامه شوې ده، هغه دا چې دغه جګړه یې د فکري جګړې د پراخولو لپاره د وسلې په توګه وکاروله او په مټ یې خپلې فکري جګړې ته ډېره پراختیا ورپه برخه کړه.
په افغانستان کې د امریکا فکري جګړه:
امریکايي اشغال نه یوازې زمونږ په هېواد کې پر فزیکي جګړه لاس پورې کړ، بلکې د فکري جګړې د پراختیا لپاره یې فزیکي جګړه د وسلې په توګه وکاروله، ان تر دې چې د افغانانو په منځ کې یې هغه علماء، استادان او پیران چې له پروني کمونست نظام سره یې جهاد فرض باله، د دوی سره درېدونکي یې مرتدین او ملحدین بلل؛ په خپل څنګ کې ودرول او داسې نظریه یې ورکړه، چې خپل راتګ یې د افغانستان په ګټه ور وپېژنده.
دا چې دغو علماوو، مجاهدینو، استادانو او پيرانو د افغان ولس په منځ کې ډېر اعتبار پیدا کړی وو، دوی ته یې احترام درلود، نو امریکا د دوی د خپلولو هڅې وکړې، ډېرې لارې یې ورته وکتلې، خو بالاخره یې د څو ډالرو په بدل کې ور خپل کړل، دوی هم د ډالرو په وړاندې دوی ته په لویه ږیره، په لوی پټکي او په لویو کالیو سره د رسنیو له لارې تبلیغات پیل کړل، د امریکا په وړاندې یې جهاد ته د وحشت او ناروا نوم ورکړ او کوښښ يې پيل کړ او لا هم اخته دي، چې په ایتونو او احادیثو کې داسې تحریف وکړي، تر څو د امریکایي ځواکونو په وړاندې د جهاد مخه ونیسي.
د دغو علماوو او استادانو تر څنګ یې فرهنګي چارې هغو ځناورو ته حواله کړې، چې له اسلامي تهذیب او افغاني دود څخه ناخبره او د امریکا په آخور ستر شوي او د پردي فرهنګ تأثر یې له ځانه سره اخیستی وو او د امریکا د دغې غوښتنې د پوره کېدو لپاره یې چې (عامه اذهان منحرف کړي، حق باطل او باطل حق معرفي کړي) د مختلفو حربو او وسیلو څخه یې کار واخیستو، لسګونه ټلویزیوني چینلونه، راډیوګانې، اخبارونه او نور نشراتي وسایل یې په کار واچول او د دغې لارې څخه یې د خپلو بادارانو غوښتنې تر ډېره حده پورې پوره کړې او ډېری افغانانو د خپل کم ظرفیتوب او خوش باورۍ له کبله د دوی تبلیغاتو وغولول او له دوی سره ملګري شول.
که څه هم امریکا لا په دغه جګړه کې په بشپړه توګه ماتې نه ده خوړلې، خو د ماتې په درشل کې ده، ځکه افغان متدین ولس د دوی د ځپلو لپاره میدان ته راوتلی وو، دوی یې وځپل، د دوی د ناوړه غیر اسلامي تهذیبونو او د غیر افغاني دودونو په وړاندې یې ځانونه قربان کړل، هغه ذات هم ورسره خپله وعده پوره کړه او امریکایي ځواکونه او د دوی غلامان یې په فزیکي جګړه کې له سترې ماتې سره مخ کړل، مګر افغانانو د امریکا فکري جګړې ته پام نه وو، خو دا دوه کاله کیږي، چې پام یې ور ګرځېدلی او د دوی د ختمولو او د دوی پر خلاف پر سپینو تبلیغاتو یې لاس پورې کړی دی، چې د طلوع پر کارمندانانو او د فرانسې پر دفتر باندې یې بریدونه د ستایلو وړ دي.
خو لله الحمد نړیوالو رسنیو پر دې اعتراف کړی دی، چې امریکا د فزیکي جګړې تر څنګ په فکري جګړه کې هم د افغانستان د اسلامي امارت په وړاندې ماتې خوړلې ده.
د اسلامي نظام د حاکمیت او د افغانستان د سر لوړښت په هیله!

















