(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل
د ورکړل شوو راپورونو له مخې د هلمند مرکز لښکر ګاه کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر مينځ سخته جګړه روانه ده، چې تر دې مهال دوه امنيتي مرکزونه او څلور پوستې طالبانو نيولي دي.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، چې په څلورمه حوضه کې جګړه روانه ده، تر دې دمه پکې څلور پوستې د امنيتي ځواکونو له لاسه وتي دي، سرچينه زياتوي: ((موږ شا ته پاتې شوو، طالبان زموږ له کمربندونو تېر شول، اوس په درېيمه حوزه کې جګړه کوي.))
ځايي اوسېدونکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې سخته جګړه روانه ده او خلکو ټوله شپه په وېره کې تېره کړې ده.
بل پلو طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلي خبر کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د بولان او بشرانو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو بريدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بریدونو په پايله کې يې له امنيتي ځواکونو درې پوستې او دوه ستر مرکزونه نيولي او سرتيرو ته يې مرګ ژوبله وراړولې ده.
په خبر کې ويل شوي، چې په جګړه کې يې د يو رينجر او موټرسيکل په ګډون له امنيتي ځواکونو ډېر شمېر مهمات او مرمۍ هم نيولي دي.
سرچينې وايي چې وسلوال طالبان دا مهال د بشران په سيمه کې پر جګړه بوخت دي.
د بشران سيمې او لښکرګاه ښار تر مينځ يواځې د هلمند سيند پروت دی.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې نږدې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمېر نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.















