جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د افغانستان د جګړې جایزه به څوک ګټي؟

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 8, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې چې تزاریانو، نازیانو، برتانویانو، امریکایانو او د هټلر په شمول په جګړو کې ښکیلو د ټولو هیوادونو نظامیانو اعتراف کړی، چې جګړه ګټه اوګټونکی نه لري.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

صفویانو چې د ترکي جنرالانوسره د خراسان په یو شمیر سیمو د جګړو نه کولو موافقه وکړه، روسانو خپلې لښکرې د فارس د ختیځو سیمو د نیولو لپاره مشهد او د بیرجند په لوري وخوځولې؛ خو دهغه وخت خراسان په مازندران کې چې د شا اشرف له حضوره خبرشول روسان بیرته په شاشول.

پرنګي او ګرګیني تاړاکګرو افغانستا په ارام نه دی پریښې، کله چې افغانانو لږ څه د ارام سا اخستې یو بل یرغلګر په بله بڼه پر افغانستان یرغل کړی دی؛ خو ۱۷مه پیړۍ په  جګړو کې د افغانانو یو څه د ګټې پیړۍ یاده شوې ده، چې شا اشرف په ۱۷۲۹میلادي کې د خراسان په مازندران حکومت کاوه او صفوي درباریان به ورته لاس په نامه ولاړوو.

په ۱۷۱۹میلادي کې شازمان هم په سختوجګړو اخته و خو تاریخ  یو واکمن هم  ګټونکی نه دی یاد کړی.

د افغانستان په تاریخ کې چې پرنګ ته یې په ۱۸۸۰میلادي کال د جولايي په ۲۷مه ماتې ورکړه، هغه په میوند کې له انګریزه د پښتنې پیغلې په میړانه ملالې ګټونکې جګړه وه، چې د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښولیکل شوې ده.

امریکا په ویتنام کې په خپل ټول توان سره جګړه وکړه؛ خو ماتې ېې وخوړه، د سویس کانال په جګړوکې د نړۍ زورواکو هیوادونو زور ازمایي وکړه خو ګټونکی هیواد پکې څرګند نه شو، دغزې پر مسلمانانو بیا اسرایلو د بارودو وژونکي طوفانونه راوالوزول خو کامیابي ېې په برخه شوې نه ده، په سره تنګي عراق او ایران ۸ کاله جګړه وکړه خو یو هم  د جګړی ګټونکی هیواد یاد نه شو.

په کولمبیا کې پنځوس کاله فارک یاغیانو له دولتي ځواکونو سره وډزول خو کامیابي یوې خواهم ترلاسه نه کړه، چې بالاخره د کولمبیا دولت د مانویل سنتوس په ولسمشرۍ د فارک وسله والو مخالفینوسره دسولې تړون لاس لیک کړ او د ۲۰۱۶کال د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسشر خوان مانویل سنتوس ته ورکړل شوه.

هر وخت چې د سولې خبره کیږي منډیلا سترګوته ودریږي، خو د جګړو په دوام او د انسانانو په وژلو هټلرهم چا ګټونکی یاد نه کړ.

 که څه هم د روانې میاشتې پر دریمه په کولمبیا کې رایې اچوونکو  د ۵۰٫۲۴ منفي رایو په اچولو سره دا تړون رد کړی دی خو دې سولې چې په کولمبیاکې ېې د پنځوسو کالو جګړه پای ته ورسوله نړیوال ېې ستاینه کوي .

د افغانستان په جګړه کې ښکیلې خواوې دولت او طالبان دواړه دعوې کوي، چې جګړه مو ګټلې ده.

 مونږ به د هرې یوې خوا سره د هغوی د جګړې ګټل ومنو، چې تر څه وخته یوه سیمه ورسره وي، خو د مادي تاوانونو ترڅنګ د سرونو تاوانونه، د بې ګناه ماشومانو او ښځو ارواوې چې په مرګونو توپونو او راکټونو ژوبلې شوې یا پکې ملکي بې ګناه وګړي ووژل شول، دې جګړو ته به څرنګه ګټونکې جګړه وویل شی او یابه ېې یو لورې ګټونکی یادکړل شي.

د۱۹۴۷میلادی کال راپدیخوا چې احمدشابابا تر ډیلي حکومت کاوه، تاریخ یو افغان واکمن ته هم د جګړې ګټونکی نه دی لیکلی، نو دا اوس چې په هلمند، کندز او بغلان پلخمري باندې جګړې روانې دي، د دې جګړو ګټونکی به څوک وي؟

د سولې جایزه خو د کولمبیا ولسمشر مانویل سنتوس واخسته په افغانستان کې به د جګړې جایزه څوک اخلي؟

لکه څرنګه چې چرچل، برنس، هلټر،بوش، بریژنیف او دیته ورته نور ښکرورو په تاړاکونو د جګړې جایزه ترلاسه نه کړه، دا رنګه به یې به ېې په ډالرو پلورونکي هم تر لاسه نه کړي او نه ېې ګټونکي څرګندیدای شي!.

مخکینې مطلب

ﺳﺎﻝ ﭘﺎﻧﺰﺩﻫﻢ ﺣﻀﻮﺭ اﻣﺮﻳﻜﺎ ﺩﺭ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ!

بل مطلب

هلمند: لښکرګاه کې څلور نورې پوستې طالبانو نيولي-جګړه روانه ده

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com