دوشنبه, اپریل 13, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په کتاب تبصره

رڼې څپې

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 8, 2016
کټګوریانې: په کتاب تبصره, تبصرې
0
16
ځلې شریک شوی
202
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیک: س، سیرت

رڼې څپې دهېواد د ځوان شاعر محمد امین شعري ټولګه ده، چې په ښکلې پښتۍ او د نوم سره په سمه او مناسب انځور سره  په ۱۳۹۵هـ ش چاپ شوې ده، د کمپوز زیارېې خپله شاعر ایستلې چې په نوي ډیزاین سره ېې نومولی دی.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د کتاب چاپونې او معمول مطابق د کتاب لیکنه لیکلوال د الله د مبارک او متعال نامه څخه پیل کړې ده. داچې کتاب چاته نه دی ډالۍ شوی دا شاعر پورې اړه لري د یوه اوږده لړ لیک وروسته اوږده  شجره نسب (ټول پېژندنه ) هم خپله لیکوال کړې ده.

د پیژندنی وروسته سریزه لیکل شوې ده؛ خو د سریزې لیکوال نه دی څرګند چې چا لیکلې؟ په سریزه کې ځینې مفهوم ورکې  کلیمی استعمال شوي دي، په معذرت سره کیدای شي د مسلکي لیکوال لیکنه نه وې، د بیلګې په توګه د سریزې په لومړي مخ وروستۍ کرښه کې کاږي (له بده مرغه اوس چې په ټوله نړۍ کې د اسلامی امارت ټغر ټول شوی دی) دا اودې ته ورته جملې شاید د لیکوال د ذهنیت زیږنده نه وي؛ خو ورڅخه لیکل شوي دي.

د ځوان لیکوال محمدامین شعري ټولګه شاید لومړۍ شعري ټولګه وي؛ خو د چاپتون خو به لومړی چاپ نه وي؟ چې تخنیکي تیروتنو ته ېې پام نه دی شوی، لکه یو عنوان څو ځله لیکل، ډیزاین چې د فورم لوستنې ستونزې لري تر اوسه چانه دی کړی، د عنوانونو د ډیزاین نیشتوالی؛ خو دا چې دمخه مو وویل د پښتۍ انځور یې مناسب انځور دی، د کتاب پښتۍ ته ښکل انځوریزه پوښتۍ ویلی شو.

ماته چې د خپل مشر لخوا د څه لیکلو لپاره د ځوان شاعر ورور محمدامین شعري ټولګه (رڼې څپې) وسپارل شوه ډیرخوښ شوم؛ خو دا به زما خپله ناپوهي وي چې د ډیرو سوالیه عنوانونو څخه مې د عنوان اصلي مطلب ترلاسه نه کړای شو.

ځوان شاعر لا د شعر د جوړښت، ژبپوهنې، ردیف، قافیې، مشبه، مشبه به، مجاز او کنایو د تجربو د پسرليو له بڼه ګلونه، نه دي راټول کړي او نه یې په نظم لیکنې هڅه کې د ګلونو ترڅنګ ازغو لاسونه زخمي کړي دي؛ خو د خپل ولس سره یې چې په ځینو شعرونو کې خواله ګري کړې ده، هیله شته چې د ادب په ډګر کې یې د شعر د کښت ګرۍ بڼ  تاند شي.

که مونږ ووایو چې د پښتو او یا نورو ژبو وده به په ډیرو کیسو، ناولونو، غزلو، ازادوشعرونو، داستانونو، نثرلیکنو او کتابونو چاپولو سره لاسته راشي؛ خو دا چې یو ځوان لیکوال خپل نظم او یا نثر د چاپ دمخه یو ملګري او استاد ته چې په ادب کې لاس ولري د کتنې او سمونې لپاره ورنه کړي، د ادب د پرمختګ موخې نه شو تر لاسه کولای.

ځوان لیکوال محمدامین په خپلو شعرونو کې د خپل ښه نظر له مخې د ولس ناخوالو ته په هیواد کې روانو شخړو، په خپله خاوره د پردیو بولتونونو او د شرق او غرب د جګړو  په دوام د زور ازموینو ښه انځورګیري کړې ده، چې د ځوان نسل لپاره یوه ښه لیږنده مفکوره ده؛ خو ورسره په هم منګه مهال دا یادونه هم اړینه ده چې  یو لیکوال باید د وخت د حالاتو جاج واخلي، نظم او نثر ولیکي او خپل راتلونکي  کهول ته چې د چپوالۍ او کیڼوالۍ له بویه پاکه لیکنه وي، د یوې سالمې لارښوونې په توګه د ټولو لوستوالو په وړاندې د ښې لوستولۍ سبب وګرځوي.

د لیکوال ورور محمدامین په شعري ټولګه کې مې د مرګ  په نامه  څوعنوانونه، آفرین، بوره کونډه، لویه هدیره، جوارګر، د مرحوم الفت صاحب په مځکه لیکلی شوی نظم (څومره به ښه وی)، د ژوند دفتر، جفا او نورو کتل؛ خو په ټوله کې به ووایو چې که ځوان شاعر د خپل شعري جوړښت په کښت کې ادبي او فنوني هڅه وکړي د شعر په لوستوالو کې به یې ونډه زیاته شي.

مخکینې مطلب

هلمند: لښکرګاه کې څلور نورې پوستې طالبانو نيولي-جګړه روانه ده

بل مطلب

د اکتوبر اوومه د تور تاریخ پیلامه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هغه کوم شرطونه دي چې ایران په مذاکراتو کې غوښتنه کړې؟ دلته يې ولولئ 

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ایران: د خبرو بل پړاو نشته؛ امریکا د مذاکراتو پرېښودو ته پلمه لټوله

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com