کندوز: امريکايي الوتکو بمبارۍ ۴۹ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۷) الماس خدرخېل
امريکايي الوتکو وروسته له هغې پر طالبانو او شاوخوا سيمو بمبارې پيل کړې، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کندوز مرکز اړوند او شاوخوا سيمې له امنيتي ځواکونو په بشپړه توګه ونيولې.
په کندوز ولايت کې د بهرنيو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د مرکز کندوز دولتي عسکر په بالاحصار کې بمبار کړي دي.
يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې په بمبارۍ کې ۹ پوليس وژل شوي او ۳۰ تنه نور يې ټپيان دي.
ياده پېښه تېره شپه رامينځته شوې خو حکومتي چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلي.
ویل کېږي د امريکايي الوتکو له لوري بمبار شوي عسکر د کندوز له ځينو امنيتي پوستو څخه د طالبانو د بريدونو له وېرې بالاحصار ته ورټول شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم امريکايي الوتکو د ارزګان مرکز ترينکوټ اړوند څاګۍ سيمه کې په افغان امنيتي ځواکونو بمباري وکړه او پکې ۸ تنه عسکر ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت چارواکو رسنيوته ويلي، چې امنيتي ځواکونو د کندز ښار ځينې سيمې بېرته له وسلوالو طالبانو نيولي، مګر ازادو سرچينو نه دي تائيد کړي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره ورځ مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند کندوز ته په غزيدلې لويه لاره په هغه قوه بريد وکړو، چې له پلازمېنې کابل څخه يې کندوز ته نظامي توکي لېږدول، چې پکې د دولت ۶۳ نظامي او اکمالاتي موټر ويجاړ شول.



