لیکنه ـ خالد منهاج
د افغانستان پر مقدسه خاوره د امريکایانو او تر څلويښتو زیاتو نورو هیوادونو یرغل د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه نيټه له هغه وروسته پیل شو، چې طالبانو د امریکایي ولس مشر جورج بوش دا اخطار ونه مانه، چې د دوی مېلمه اسامه بن لادن او د هغه ملګري ورتسليم کړي او هم د ده روزنيزه کمپونه وتړي.
بوش د غرمې پر یوه بجه د ټلوېزون پر سکرین را ښکاره شو او اعلان یې وکړ، چې د امریکا پوځ زما په امر په افغانستان کې د القاعدة پر تروریستي روزنیزه کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو باندې حملې راپیل کړي دي.
طالبانو د څلور دېرش ورځیني فرشي بمباریو څخه وروسته کابل پرېښوده او غرونو ته لاړل چې د هغه ځایونو څخه یې خپل جنګ ته دوام ورکړ.
په شمال کې هم د دوی ځواکونو هله وسلې تسلیم کړې، چې تاجکو او ازبکو جنګسالارانو کورونو ته د تګ لپاره د ژغورلې لارې ژمنه ورکړه، یعنې هغه ژمنه چې دغو مخکنیو دښمنانو یې د وفا اراده نه لرله.
امریکا د دې جنګ د ګټلو په نیت نه یواځې په هند سمندر کې د خپلو اوبتلونو او طیارو وړونکو بېړیو استقرار ته اړتیا لرله، بلکې د پخواني کمونیستي دولتونو لکه روسیې، ازبکستان او تاجکستان او همدا راز پاکستان ملاتړ یې هم غوښت، تر څو د هغوی فضا یې استعمال کړې وای او د هغوی په هوایي ډګرونو او اډو کې یې خپل پوځیان مستقر کړي وای.
امريکا پر طالبانو او القاعدة ځواکونو باندې د خپلي اته هفته ییزه بم وریو په ترڅ کې تقريباً ټولې ورانوونکې وسلې استعمال کړې، په دې لړ کې ځیرک بمونه، یورانیم لرونکې سرګلولې او تر ټولو ډاروونکي او ځوروونکي هم (بي ایل یو ۸۲ ډیزي کټر)، پنځلس زره پاویزه بمونه ول.
له هماغه ورځې څخه چې امریکا پر افغانستان یرغل پیل کړ، د افغانانو ټولوژنه ټکونه، تعذیب، فقر، غربت او د استقلال بایلل پیل شول، افغانستان په هر لحاظ د انزوا لور ته رهي شو او د افغانستان ریښتني بچیان د پردویو لومو ښکار شول.
په تأسف سره چې نن پنځلس کلونه پوره شول؛ خو افغانان لا هم د خپلواکۍ او ازادۍ خاوندان نه شول، اشغال دوام لري او لا به دوام کوي.















