عاکف مهاجر
سهار له مسجد نه کورته راروان وم دلارې یو اړخ ته دوه مولوي صاحبان ولاړ وو، زه کشر طالب وم ستړې مشې مې ورسره وکړه تر روغبړ وروسته یې کرار راته و ویل، امریکا بیګاه شپه حمله کړې ده، کورته لاړم رادیو مې راواخیستله کوشش مې وکړو چې د شریعت غږ راډیو ونیسم پیدا مې نه کړه، غرمه مهال چا راته وویل: رادیو سټیشن یې ویشتلی دی داورځې په ټول هیواد کې د ناخوالو او غمیزو د پیلامې وې.
له همدې وروسته د افغانانو د وژلو او دربدریو لړۍ شروع شوه، د ټول هیواد اسمان طیارو په سر اخیستی و،هره خوا بمبار و، وژنې وې او زندانونو ته کشکول وو.
بل خوا د هیواد په شمال کې یو د جګړې له ډګره تښتیدلي د امریکایانو په مټ له ترکیې راغوښتل شوي وو او د دیرش زره طالبانو سره یې د نړۍ تر ټولو شرمناکه غداري وکړه او د قلعه جنګي ظلمونه یې تر سره کړل، چې د چا خوله یې د ویلو او غوږونه د اوریدلو توان نلري.
ټوله نړۍ د یو ناروا زورواکي سره ولاړه وه، ظالم او مظلوم نه و، معلوم آن د ریړیو والا هم تر کیوبا ورسیدل، دکانداران د طالب په نوم تورن شول، یو بل د فرعون ورور د انا ربکم الاعلی قائل ویل: طالبان مو ختم کړل، افغانستان کې مو دیموکراسي حاکمه کړه او یو څو طالبان که وي له غارونو به یې راوباسو؛ خو د حق طرفدار طالب هغه د کور زوړ ټوپک په زریدار ټانګونو پسې راواخیستلو او په الهي کومک یې تکیه وکړه، د نړۍ د زبر ځواک مقابلې ته یې ملا وتړله او په ښکاره او پټه یې بریدونه شروع کړل، تر دې چې په حکومتونو پسې یې ولسونه راپورته شول چې زمونږ عسکر د یوې ناکامې جګړې قرباني کیږي.
باید عسکر مو راوباسو او نور دا قرباني ورنکړو، د طالب د زور له لاسه یې عسکر په رواني ناروغیو اخته شول ان تر دې چې د کابل تر دروازو یې جګړه راورسوله.
تیر اختر یې د خپل مشر اختریز پیغامونه د کابل په زړه کې هم وویشل او کندز یې دوه ځله ونیولو، فراه، ارزګان، بغلان او هلمند یې محاصره کړل او دادی چې اوس یې د هېواد هزاره میشتي وګړي هم په حمایت راپورته شول او د حکومت تر وخت یې اوس په هیواد کې زیات محبوبیت هم پیدا کړو او ملاتړي یې هم ګیر شول.