یمن: بمباریو کې ۱۴۰ تنه حوثیان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي

 ( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۸) زرغون خوږیاڼی

 د یمن په پلازمینه  صنعا  کې  د حثي شیعه ګانو د فاتحې  په مراسمو باندې هوايي برید شوی، چې په کې ۱۴۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، چې دا هوايي برید د سعودي په مشرۍ ایتلاف هغه وخت وکړ، چې د حوثي یاغیانو د کورنیو چارو د وزیر جلال رویشان د پلار فاتحه روانه وه او په سلګونو حوثیان یې د فاتحې مراسمو ته ورغلي وو.

 په سیمه کې د روغتیا وزارت یوه ویاند رسینو ته ویلي دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي دتلفاتو شمیره نوره هم زیاته شي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د حوثیانو د کورنیو چارو وزیر جلال رویشان په یاد بمبار وژل شوی او که نه.

د سعودي عربستا په مشرۍ ایتلاف ویلي دي،چې په سیمه کې ددوی هوايي ځواکونو هغه وخت حمله وکړه، چې یو زیات شمیر حوثي شیعه ګان د خپل وزیر د پلار د فاتحې مراسمو ته راغونډ شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button