دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

ملیاردونو ډالرو مرستو نور مونږ ستړي کړو

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 9, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : نصیب ځدراڼ

کوم افغان چې د ظاهر شاه په وخت کې دهقانې کوله هغه اوس هم دهقان دی، د کوم لالټین رڼا ته به چې ناست وو نن یې هم هغه لالټین رڼا کړی وي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

یو زوړ  بایسکل یې درلود هغه بایسکل نن هم ځغلوي،  زړو  بوټانو او کلوشو کې به ګرځیدو نن یې هم هغه  بوټان او کلوشې په پښو کې دي، بچیان یې مخکې هم ښوونځي ته نه تلل، رمې به یې سهار وختي غرونو او دښتو ته روانې وي، نن یې بل نسل هغه رمه په مخ ده او مکتب ترې پاتې دی، مریضان به یې مخکې هم د مریضۍ له امله ژوند د لاسه ور کولو نن یې هم هغه حال دی.

مونږ خو یې ګټه پرون په ننګرهار کې ولیده، چې چاپه کې یې څلور وروڼه شهیدان کړل، ګټه مو یو څو شپې د رئیس حاجي په کور کې ولیده کله چې د حج مبارکۍ ته راغلي ۱۸ تنه میلمانه د داعش په تور شهیدان شول.

مونږ یې ګته په هلمند کې د اردو په ۳۳ سرتیرو باندې د بمبار په شکل کې ولیده، یوه ګټه یې په فضاء کې په بمونو بار چورلکو او بې پیلوټه الوتکو په شکل کې وینو، چې تل د افغانانو د وینو تویولو پسي ګرځي، پینځلس کاله ورسته چې ګورو دغه رنګ په زرګونو لاس ته راوړنې به و وینو.

یوه ډله بله هم شته هغوی ته بیا تر مونږ مختلفې ګټې رسیدلې دي، په لوړ قیمته او ضد مرمۍ موټرو کې ګرځي او په  دنګو او مجللو کورنو کې اوسیږي، د هغوی د کورونو رڼا  ته زمونږ ماشومان خوشحاله وي، د هغوی  بچیان په خارج کې درسونه وایې، هغه  د سر د درد علاج په جرمني او هند کې کوي، هغه د چکر لپاره پاریس او اروپا ته ځي، د هغوی د  بچیانو مازدیګری د دوبۍ په کلبونو کې تیریږی.

آخري خبر مې دا چې مونږ ته که د میلیاردونو ډالرو ګټې په دغه شکل کې رارسیږی بیا یې بیخې نه غواړو، چې څوک ورته خوښ دي هغوی دې اروپا ته ورشي او هلته دې یې په بل نوم دا ملیاردونه ډالر واخلي او ګټو ته دې یې کینې، دغو ملیاردونو ډالرو خو زمونږ کلي له ځوانانو تش کړل، هدیرې او زندانو یې آباد کړل.

مونږ هغه مرستو ته اړتیا لرو چې په بدل کې د افغان وینه نه غواړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې دیني ارزښتونه یې په بدل کې نه تر پښو لاندې کیږي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې ملي نوامیس په بدل کې نه رانه غواړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې له هیواده مو د جګړې ټغر ټول کړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې په هیواد کې مو سوچه اسلامي نظام قایم کړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې غله ، مفسدین او پردي جاسوسان نه اتلان کوي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې اقلیت په اکثریت نه حاکمان کوي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې د ځمکو غاصبین، شرابخوران او قماربازان وځپي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې د چورګرو او چپاولګرو لینګي ولړزوي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو په مکاتبو او پوهنتونونو کې د فحشاء او بې دینۍ درسونو ته وده ورنکړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې هر افغان مو په عزت کې مرفه ژوند وکړي.

هغه مرستو ته اړتیا لرو چې د هیواد اصیل بچیان او ریښتیني اتلان پکې وستایل شي.

اوس نو تاسې فکر وکړئ چې امریکا او ناټو یا په بله اصطلاح یهودیان او نصرانیان زمونږ له غمه مړه دي چې پنځلس نیم ملیارده ډالر به افغانانو ته مفت ورکړي؟؟؟

البته دوی زمونږ ( افغانانو ) نه ټول ملي او اسلامي ارزښتونه اخلي او د مسلمانو افغانانو د وینو تږي او زمونږ د هیواد د دائمي اشغال خوبونه ویني.

مونږ دا ډول مرستې په توپ ولو، د داسې مرستې دې مخ ورک شي، په داسې مرسته لعنت وایو، په داسې مرسته لاړې توکوو.

دا مرستې د امن او سولې لپاره نه دي،د جنګ د دوام لپاره دي،مونږ تر ستړي یو او نور یې نه غواړو!.

مخکینې مطلب

یمن: بمباریو کې ۱۴۰ تنه حوثیان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي

بل مطلب

فراه: په هوايي بريد کې ۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com