نیمروز: ترافیکي پيښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د نیمروز ولایت د زرنج ـ دلارام په لویه لاره ترافیکي پيښه کې ۱ تن وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نیمروز د ترافیکو مدیر محمد زرین ویلي، چې د خاشرود ولسوالۍ په هلیلي سیمه کې  د ۳۰۳ بس موټر د چپه کیدو له امله یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي، دده په وینا په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یاد مدیر زیاته کړې، چې د دوه تنو ټپيانو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.

د خاشرود ولوال محمد هاشم نورزايي پيښه تایید کړې، ده ویلي، چې یاد ۳۰۳ بس موټر په میوند شرکت پورې اړوند دی چې له نیمروز څخه یې د کابل په لور سفر کاوه.

نورزايي د موټر د چپه کیدو سبب تیز سرعت ښودلی، دده په وینا د سورلۍ بس موټر کې یو زیاته اندازه تجارتي مالونه بار وو، چې د تیز سرعت او د بار د زیات والي له امله له سرک څخه بیځایه کیدو سره چپه شوی.

ولسوال زیاته کړې چې ټپیان د پولیسو لخوا د زرنج ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

ولسوال په میوند ترانسپورتي شرکت باندې نیوکه کړې،چې تر اوسه یې د پيښې سیمې په سیمه کې د پاتې مسافرو په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button