یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

افغانستان له اشغال څخه وروسته

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
اکتوبر 9, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۸تله/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب

کله کله څوک ډېر ودردیږي، له غصې ډک شي، یو څوک  ځان ته مسلمان وایي، ځان افعان بولي، خو د افغانیت او اسلامیت ثبوت نه لري او نه یې په مقتضی برابر او پوره وي، نور څه ترې پاته وي، کرار په امارت باندې اعتراضات کوي، نورو ته یې منسوبوي، بلواک یې بولي، سړي ته له ډېره قهره خندا ورشي، زه خو اکثره وخت ناست وم، د ځان سره وخاندم، چورت مې یوسي، څوک چې راسره ناست وي، هغه حیران شي، راته کا، ولې دې وخندل؟  زه ورته وام غوسه کموم، قهر سړوم، څه وکړم؟

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

امارت چې څوک نه پېژني، زما په خدای قسم که هغه ځان پېژنې، چې څوک ځان نه پېژني، هغه خدای نه پېژني، نو چې څوک نه ځان او نه خدای پېژني، څه ورسره پکار دي؟

امارت د اسلام شان وساته، د صلیب سره یې په ډېره مېړانه جهاد پیل کړ، ټوله اسلامي نړۍ صلیبي دجال ته تسلیم او ماته شوه، خو یوازې امارت یې په مقابل کې بیرغ پورته کړ او د صلیبي اشغال مقابله یې شروع کړه، ویده قومونه یې را ویښ کړل، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د جهاد او د امریکې سره د مقابلې الهام پرېښود.

تعرف الاشیاء باضدادها.

عاقلان په خبره پوهیږي. عاقلان خو به پېژني؟

عقلمند څوک دی؟

هر هغه څوک چې اسلام ته ژمن وي، بس هغه عقلمند دی.

اسلام ته ژمن څوک دی؟

هر هغه څوک چې جهاد ته ژمن وي، بس هغه اسلام ته ژمن او همدا عاقل دی.

یا په لنډ او واضح تعبیر: هر هغه څوک چې امارت ته ژمن وي، نو ټولو ته ژمن شو او د سلیم عقل خاوند دی، ځکه  د الله جل جلاله فرموده ده.

ادخلوا فی السلم کافة. الایة

د دې آیت پوره مصداق په الله قسم امارت دی او بس.

توخدای حزبی یې مصداق دی؟

چې د بیت الله په طرف روان و، خو د “بې غیرتیو په بهیر” کې سپینې ماڼۍ ته ورسېد، حزبیان ډېر ځان سپین سپین کوي، ځانونه ډېر سپین سپیڅلي مسلمانان بولي، نو کېدای شي، د مکې معظمې ظاهري تور والي خوند نه وي ورکړی، ځکه یې سپینې ماڼۍ ته مخه کړه، مخ مې کړ په لوري د امریکې، نیت یې وتړلو.

او که وهابي د دې آیت مصداق وبولم؟

چې مذهب او طریقت نه مني.

توخدای څوک چې نه مذهب او نه طریقت مني، هغه یې مصداق کېدای شي؟

او که د دې آیت تحریف راباندې کوئ، چې تبلیغي یې مصداق وگرځوم؟

څوک چې عملاً  د جهاد منکرین وي، ګوره عقیدتاً یې منکر نه بولم، عقیدوي انکار خو بواح کفر دی، نو دا د جهاد عملي منکرین د دې جوگه کېدای شي، چی د دې آیت مصداق دې شي؟

او که اخوانیت او اخوانیان یې مصداق بولئ؟

د دې سوال ځواب که راڅخه غواړئ، دا خو به بیخي له انصافه لرې کار وي، دلیل به زما په فکر نه غواړئ، ځکه د هر اخواني نن او پرون پرتله کړئ.

خو!!!!!!!

ګورئ، په اخوانیانو کې تقسیم نه منم، اصلي او کم اصل نه پکې منم، اوسنی او سابقه پکې نه منم، مصري او افغاني نه پکې منم، ټول له یو سره یادوم، چې نن او پرون یې پرتله کړئ، سابق او لاحق یې وگورئ، که نور نه پېژنئ، د اخوانیت ستر لارښود، سیاف د ایساف مفتي اعظم چې د اخوانیت په خاطر یې اسلام، هغه د کرزي خبره، په ډېرو غټو غټو توپونو وویشت،  د طالبانو سره یې مقابله وکړه، اسلامي نظام یې ونه مانه، خو د امریکا یرغل یې په سړه سینه ومانه، منل لا پرېده، د یرغل پلی عسکر او د مشروعیت ستر مفتي وګرځېد، نو تاسو په قسم بندوم، اخوانیان د دې ایت مصداق کېدای شي؟ د اخوانیت دوه ډېر خطرناک اصول چې دین د سیاست لپاره ذریعه بولي او اسلام تر سیاست لاندې بولي، د دوی دغه دوه اصول د اسلام سره بیخي اړخ نه لګوي، د دوی اعمال، کړه وړه په دغه دوو اصولو صریح اعتراف دی.

عاقل خو د امارت حقانیت مني، پاته شو جاهل!!

تعرف الاشیاء باضدادها

جاهلانو ته د امارت د حقانیت ثبوت همدا کافي دی، چې امریکا د امارت خلاف ده.

کومه امریکا؟

هغه امریکا چې کوم ځای یې پښه اېښې او چېرې د هغې دخله راغلې، فتنه او فساد یې خپور کړی، معاشره یې له معنویاتو خالي کړې، اخلاقي فساد، اداري فساد، عقیدوي فساد او مذهبي فساد یې اوج ته رسولی، دیني اختلافي مسائلو ته په کش ورکولو سره یې یوه لوی فساد ته لمن وهلې او دا قسم اختلافات یې ترویج کړي.

زه حیران دې ته یم، چې د دې خلکو سترگې ولې پټې دي، په دا ۱۵ کاله اشغال کې تر سل میلیارده ډالرو زیات کومک د نړیوالو له خوا د کابل له فاسدې ادارې سره شوی، دا پیسې څه شوې؟ په کومه ولاړې؟ چېرې مصرف شوې؟ عام المنفعه کوم کارونه ورباندې شوي؟ د بېلګې په توګه څوک ګوته ورته نیولای شي؟

زمونږ او تاسو مریضان، سپین ږیري، تورسري او سپین سري د قسما قسم ستونزو سره سره بل ملک ته نه دي احتیاج؟ هلته د ګوناګون مشکلاتو سره نه دي مخامخ؟ دغه حالت چا نه دی لیدلی او یا اورېدلی؟ د بېلګې په توګه امریکا اقلاً یوه داسې شفاخانه جوړه کړه، چې زمونږ هېوادوال د بل ملک له احتیاجه خلاص شي؟ دا پیسې څه شوې؟

ټولو ته تر لمر واضحه ده، چې دا تر نیمايي زیاتې د خارجي اتباعو په معاشاتو مصرف شوې، بعضې په داسې طریقه له غلامانو سره مجرا او معامله شوې، چې په تور بازار کې د قاچاقبرانو په کچه یا هم د ټګانو د بازار په شان هم داسې بېلګې نشته لکه نړیوالو چې د افغانانو سره وکړې، دا شنه رېنجر چې اوس لله الحمد طالبانو ډېری په غنیمت نیولي، في دانه ۴۰۰۰۰ امریکایي ډالره په افغانانو خرڅې شوي، چې اصلي قېمت یې تر ۵۰۰۰ ډالرو نه دی پورته، نورې پیسې ټولې زمونږ او ستاسې د اسلامي ټولنې د معنوي اړخ د له منځه وړلو لپاره مصرف شوي، ټول افغانان په دې خبر دي او دا حالت هر چا د سر په سترگو لیدلی، هېڅ شاهد ته ضرورت نشته، کومه داسې بېلګه شته، چې د افغانانو درد دې پرې دواشوی وي؟ د امنیت څخه نیولې بیا د حکومت تر مدیریته پورې کوم کار دوی کړی؟ له دې څوک سترگې پټولی شي؟ خپله نړیوال په دې نه دي معترف چې د نړۍ تر ټولو ستر اداري فساد د کابل په اداره کې دی؟

چې کوم حکومت په داسې حال وي، هغه اداره به د ولس څه خدمت وکړي؟ په کومه اداره کې چې خیانت اوج ته رسېدلی وي، هغه به په ملک کې د رعیت حقوق څنگه خوندي کړي؟ هغوی د بطن او فرج هوا دومره له عقله خلاص کړي، چې افغانیت او انسانیت ته یې هم شا ګرځولې، اسلام خو یې مخکې له مخکې د کلیسا په درگاه کې په ډیموکراسۍ مارچه کړ، نو داسې کسان چې تر افغانیت او انسانیت اوښتي وي، اسلام یې په ډیموکراسۍ بدل کړی وي، هغه د انساني ټولنې د امورو د ذمام حق او صلاحیت لري؟

ښا !! ولې د دې ټولو ناخوالو با وجود دا کسان د واک په ګدۍ ناست دي؟ آیا په دې ملک کې انساني او افغاني هستۍ او کدرونه نشته؟ چې دغه ملي او اسلامي غداران سر ته راغلي؟ تاسو په دې پوهېږی، ولې داسې کیږي؟ دا خود سرانه غیر قصدي شوي؟ خود به خود اتفاقي امور دي، چې پېښ شوي؟

 نه، دا ټول قصدي امور دي، د نړیوالو په فرمایش او غوښتنه دا کارونه سرته رسیږي، بین المللي حیواني جامعه چې په رأس کې یې امریکا قرار لري، دا قسم پلانونه پر مخ بیایي، امریکا، یهود او نصارا،  اسلامي ټولنې ختموي او د هغوی اسلامي هویت او تشخص له منځه بیایي، د هغوی حیا، عزت، ننګ او پت ختموي، په اسلامي ټولنو کې فحاشي او عریاني ترویجوي، په عمل کې ډیموکراسي پیاده کوي، زمونږ اسلامي جامعه د ډیموکراسۍ په اصولو بناء کوي.

دا ټول د اشغال اصول، اهداف او مقاصد دي، چې له ځان سره یې لري، اشغال اصلاً دوه ډګرونه لري، یو عقیدوي او فکري ډګر، بل د جنګ، قتل او قتال ډګر.

له ما یې مه آورئ! په خپله هر یو ژور او دقیق فکر وکړئ، هر څوک دې د خپلې علاقې، کلي او معاشرې اوسنی حالت د اشغال څخه تر مخ حالت سره پرتله کړي، چې په هر لحاظ څومره منفي تغیرات پکې راغلي، خپله به تاسو ته حالات او نفس الامر ځواب درکا.

زه تاسو په قسم بندوم ، د افعاني ټولنې شا او مخ، ما لها او  ما علیها چې څوک مطالعه کړي، اسلامي تقاضا خو  پرېږده! انساني تقاضا به دا ومني، چې داسې نظام دې په افغانانو باندې وتپل شي؟ دوستم غوندې حیوانات دې سر ته راشي؟ له مغزه ،له نسه او له اودسه خلاص ارذل او غبي دې په خلکو حاکم وي؟ د مېکف، ډول او سینګار په هوس کې ډوب بې ضمیره چاپلوس، د امریکې ډبل غلام دې واکمن وي؟ داسې اداره چې د دوو کسانو تر منځ  سم په نیمایي وېشلې وي، د امریکایانو په دا منحوسه ډیموکراسۍ کې داسې نظام سابقه لري؟ دا په دې ولس ملنډې نه دي؟ دا د دې ولس په غیرت مسخرې نه دي؟ دا د دې ولس د ملي او اسلامي اقدارو او نوامیسو توهین نه دی؟ بس له دې یوې نقطې هر څه معلومیږي، عاقل ته اشاره جاهل ته کوتک.

د هر څه ځواب جوت دی، که سړی د عناد له خره راکوز شي، حق ته به ضرور غاړه کیږدي.

د اشغال تاوانونه خو دومره ډېر دي، چې تر شمار وتلي او دومره واضح او بدیهي دي، چې یو یې هم دلیل نه غواړي.

خو دوه داسې حقایق چې په ظاهري شکل سم خو په حقیقت کې ډېر تاواني دي، هغه  دوه  شیان چې نسبتاً اسلامي رنگ ورپورې دی، زمونږ ټولنې ته د اشغال سره همزمان په ډېر سرعت را دننه شول، دا یو خو بې خاره او بې له ډاره  په ډاډه زړه سره وایم، چې د وهابیت ترویج دی، دا بل که مې نه وهئ! په قران که له ډاره ویلی شم، ډېر بد ډارېږم، چې څوک ټاپه راباندې ونه لگوي، اوس خو دا ټاپې بیخي ډېرې شوي دي، توکل په خدای،  دا بله ډله تبلیغیان دي. دغه دوه مرغیړي او ناسور زمونږ ټولنې ته د اشغال بل داسې یو خطرناک سوغات دی چې نسبتاً اسلامي رنګ لرونکي دي، خو په حقیقت کې اسلامي هویت ځپونکي دي، خدای مې دې غاړې نه بندوي، چې دا به تر اخوانیت ډېر مضر، د اسلامي جامعې لپاره ستر مکروب او د ناسور زخم وي که څنګه؟ خو د ټولنې د تشطط، مذهبي اختلاف او فکري جنګ په ډگر کې یې یو سنگر بولم، ځکه مذهبي اختلاف او د جهادي فکر څخه ارتجاع، اسلامي ټولنه له بېخه کاږي.

ګرانو لوستونکو!!!  دا ټاپه که مو را ایستلې وي، بېرته یې جېب ته واچوئ! زه وهابیان او تبلیغیان کافر نه بولم، خو اسلام ته یې تر حد زیات مضر بولم، د ضرر په تحدید کې یې ورک یم، چی څومره به وي؟ دومره لکه اخوانیان او که تر هغوی به زیات وي؟

والله اعلم با الصواب.

مخکینې مطلب

یوه فلسطیني ځوان بیت المقدس کې ۸ اسراییلي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بل مطلب

د تورخم او بولدک په بندر کې په سوداګریزو لاریو لګول شوې مالیه بیرته لرې شوه

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com