مېرکل د افريقايي ټولنې د نوي مرکز پرانستغونډه کې ګډون وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۱) زرغون خوږیاڼی

د جرمني صدراعظمې انجیلا مرکل تیره ورځ افریقايي هیوادونو ته سفر وکړ، چې د افریقايي ټولنې د نوي مرکز پرانیست غونډه کې ګدون وکړي.

میرکل له مالي او نایجیریا وروسته ایتوپیا ته ورغله او په دغه هیواد کې یې د افریقايي ټولنې دنوي مرکز پرانیست غونډې ته وینا وکړه، میرکل وویل د جرمني دولت لخوا د ۳۰ میلیون یورو په ارزښت یاد مرکز جوړ شوی او لا به هم جرمني په دغه هیواد کې پانګونه کوي.

 مرکل وویل، د جرمني په لومړيتوبونو کې افریقا د G20 غونډه کې د ریاست ځای لري.

میرکل له نایجیریا سره د مالي اونظامي مرستو وعده وکړه، تر څو  په دغه هیواد کې دیموکراسي پلې او د انساني قاچاقبرانو مخه ونیول شي.

افریقا ته د میرکل د سفر یو هدف د اروپا په لوري د مهاجرینو د بحران په اړه و، نوموړې له دغو هیوادونو وغوښتل چې د مهاجرینو او انساني قاچاقبرانو مخه ونیسي.

نوموړې وویل، چې په تیر کال کې نږدې یو میلیون افریقايي وګړي اروپایي هیوادونو ته ورغلي او دغلته یې یو بحران رامنځته کړی دی.

میرکل د افریقا اتحاديې ته وویل، چې په ۲۰۱۷ م کال کې د افریقا په اړه د مهم کنفرانس کوربه هیواد به جرمني وي.

میرکل وویل، مونږ په افریقا کې یو زیات شمیر د بیارغونې شرکتونه لرو او غواړو په راتلونکي کې دا شرکتونه زیات کړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button