د کابل ټکی کام د فیسبوک پاڼې د مینوالو شمیر ۱۰۰۰۰۰ تنو ته ورسید

<د کابل ټکی کام اداره>

د کابل ټکی کام درنو لوستونکو او کتونکو مینه والو!

السلام علیکم ورحمة الله  وبرکاته

په ډیرې خوښۍ سره غواړو خپلو درنو مینه والو ته  زیری ورکړو، چې د کابل ټکی کام د مینه والو شمیره ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) تنو ته ورسیده، دا د ټولو هغو مینه والو افتخار دی چې کابل ډاټ کام  ته یې دا افتخار ورپه برخه کړ.

 د ریښتینو او حقیقي خبرونو او مطالبو د نشر کولو مینه وال دي، چې تل یې له کابل ټکی کام سره لیوالتیا ښودلې، نو ځکه یې شمیره ورځ تر بلې زیاتیږي.

کابل ټکی کام ویب پاڼه تل په حقایقو سنګار او بې طرفه پاتې شوې او د هر لیکونکي نظریات یې له هر ډول سانسور پرته کټ مټ خپاره کړي دي، کابل ټکی کام د همدې ژمنې او تعهد په اساس تاسیس شوی او همدې اصل ته ژمن دی او ژمن به وي ان شاالله.

د کابل ټکی کام دغه ستر قدم ټولو مینه والو ته مبارکي وایو، په دې هیله چې په ډیر نږدې راتلونکي کې به دغه شمیره لا هم پر مختګ وکړي.

د کابل ټکی کام اداره ستاسې هر ډول لیکنو، سالمو انتقادونو او نیکو مشورو ته هر وخت سترګې په لاره ده.

په دغه سفر کې له مونږ سره ملګري اوسئ او خپل اسلامي او ملي مسؤلیت ترسره کړئ.

د کابل ټکی کام ادارې ته د خپل دین او خپلو هیوادوالو په چوپړ کولو سره نور افتخارات هم ورپه برخه کړئ، د اسلام او افغانستان قسم خوړلي دښمنان رسوا او په قلمي ژبه مات کړئ.

تل دې وي اسلام

ژوندی دې وي افغانستان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button