فيلپين ښايي له دې وروسته له روسيې او چين وسلې راونيسي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۱) الماس خدرخېل
د فيلپين ولسمشر ويلي، چې امريکا پرې د ځينو وسلو له خرڅولو انکار کړی، خو دوی يې له دې کبله خيال نه ساتي، چې چين او روسيې چمتووالی ښودلی تر څو په دغه هېواد وسله وپلوري.
د فيلپين ولسمشر وايي، چې په دې موخه يې چين او روسيې ته د دوه جنرالانو په ګډون يو پلاوی استولی.
بلخوا واشنګټن د فلپين د ولسمشر څرګندونې کم اهميته بللي او زياتوي، چې دغه هېواد له امريکا سره په اړيکو کې د بدلون هڅه نه ده کړې.
ويل کېږي، د فيلپين ولسمشر د نشه يي توکو له مافيايي ګروپونو سره د بې رحمه کړنو له کبله له نيوکو سره مخ دی.



