سرپل: د صیاد ولسوالۍ اړوند قفلاتون سیمه کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۳تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د سرپل ولایت خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ اړوند په قفلاتون سیمه کې د طالب جنګیالیو له لورې د افغان ځواکونو پر پوستو وسله وال بریدونه شوي دي او لا هم په شدت سره دوام لري.

طالبان وایي، دغه جګړه چې بېګاه شپه پیل شوې ده، افغان ځواکونو له لږ مقاومت وروسته د تېښتې لاره غوره کړه او د دوی جنګیالیو ته د یادې سیمې ټولې پوستې لاسته ورغلې.

د طالبانو له قوله چې دا مهال د قفلاتون سیمې ته څېرمه درنده جګړه دوام لري.

د یادولو ده، چې څلور ورځې وړاندې د دغه ولایت د شیرم ولسوالۍ مربوطاتو کې هم د افغان ځواکونو ستر کاروان د طالبانو له خوا د سختو بریدونو لاندې راغی او د تلفاتو په لیدلو سره یې د تېښتې لاره غوره کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button