له عزرائیل څخه پوښتنه وشوه …….!!!!

را لیږونکی : اسد خیل
له عزرائیل څخه پوښتنه وشوه:
چې ته خو د انسانانو روحونه آخلې تر اوسه دې د چا په حال ژړلي دي؟
عزرائیل جواب ورکړ:
- یو ځل مې خندلي دي،
- یوځل مې ژړلي دي،
- یو ځل ویریدلی یم،
- هغه وخت وخندیدم چې ما ته امر وشو چې د یوه سړي روح واخلم او هغه مې د یو موچي (څپلۍ جوړونکي) سره پیدا کړ چه څپلۍ جوړونکي ته یی ویل: چې څپلۍ مې داسې راته وګنډه (جوړې کړه) چې یو کال دوام وکړي، نو دده په خبره مې وخندل او روح مې ترې واخيست.
- هغه وخت مې وژړل چې کله ماته امر وشو چې د یوې ښځې روح واخلم او هغه مې په یوه ګرم، بې اوبو او بې ونې بيابان کې د زیږون په حالت کې وموندله او لږ منتظر شوم چې ماشوم یې نړۍ ته راوړ، روح مې ترې واخیست. نو زړه مې په هغه بې سرپناه، بې څوکه او په ګرم بيابان کې پاتې ماشوم باندې وسوزیده او وژړیدم.
- او هغه وخت وویریدم، کله چې ماته امر وشو چې د یوه فقیه (عالم) روح واخلم چې رڼا یې (نور ) له کوټې راتله، ځومره چې ور نيژدې کیدم رڼا یې زیاتیدله، کله چې مې روح ترې واخیست دده د مخ د زیات نور (رڼا) څخه وویریدم.
په دې وخت کې الله راته وویل چې، پوهیږې دا نوراني عالم، فقیه څوک دی؟ دا هماغه ماشوم دی چې په ګرم بيابان کې دده د مور روح تا واخیست او دا ماشوم بې کسه، بې وسه او بې سر پناه په ګرم بيابان کې پاتې شو،. د هغه ساتنه او روزنه زما پر غاړه وه.



