جبار قهرمان د شرابو په نشه کې!

هلال مهاجر

 څو ورځی وړاندی جبارقهرمان د مطبوعاتوپه یوه غونډه کي ډېره احساساتی وینا وکړه، ډېرې اوتې بوتې او باټې ېې وویشتې چې نور به طالبان له لشکرګا نه تر موسی قلعه پسی واخلو، ډېر  زر به موسی قلعه تری واخلو، که پسي وامونه خیستل نو بیا ماته خپل مشر هیڅکله ونه وایاست.

نو ما ته یوه عربي جمله رایاده شوه! مونږ د طالبۍ په دور کي په یوه مدرسه کي د (نفحة العرب) په نوم یو د ادابو کتاب د استاذ نه لوست، چې یوه ورځ په روان درس کې دا جمله راغله ( انف فی الماء او است فی السماء) پوزه په اوبو کي او کوناټي په اسمان کي. اوس نو قهرمان صیب د خپلو سربازانو کوکي او فریادونه اوري خو بیا هم ځان نه پوهوي.

دې (جبار قهرمان) زوی مړي د موږک په پله پل کیښوده. یوه ورځ  موږک د شرابو مټ یعنی چاټۍ ته ور پریوتی و، چې کله راپورته شو نو ښه د شرابو په نشه کي مست او خمار و، په خپلوبریتونو یې لاسونه تیر کړل، چیغی یې شروع کړې، پيشو چیرته ده! چې نن یې ماته او دوه ټوکه کړم.

 پيشو چې کلــه  د موږک د شجاعت او جرات څخه ډک الفاظ  واوریدل نو زیاته حیرانه شوه ، له ځانه سره یې وویل: دا موږک څومره دلاور او زړور شوی دی!؟

مخکې خو داسې شجاع نه و، ختماً څه خبره شته؛ خو  کله چې له موږک نه د شرابو نیشه او مستي والوته په پيشو یې سترګې ولګیدې، بس وار پار یې خطاء شو هغه ټولې لاپې شاپې  یې هیری شوې، چې د نشې په وخت  او حال کي یې کولي، دوه یې خپلې کړی او دوه یې پردۍ کړې، لکۍ یې په سر واړوله لاړو په خپل غارننوت .

 اوس جبار قهرمان هم زما په خیال چې کومې خبرې کولې د شرابو په نیشه کي ډوب وو. هغه دوه ورځې وړاندې یې چې کومې باټې کولې یو یې یې هم حقیقت ونه موند.

د ده له لاپو شاپو ورسته طالبانو په مسلسل ډول اتلس پوستې ونیوې، د ولایت د مرکز دویمې حوزې ته یې ځانونه ورسول، د لښکرګاه په درې کیلومتري کې د جبار قهرمان سلګونه عسکر په ورځو ورځو محاصره پاتې شول، دومره یې هم ونه شول کولی چې خپل عسکر وژغوري، طالبانو یې ټانکونه، رینجر، وسلې او مهمات غنیمت کړل او یو سل پنځوس تنه عسکر ژوندي ونیول.

له دې جملې نه یې ۵۰ تنه ټپیان و، د طالبانو مروت او مردانګي دا وه چې هغه اته تنه ټپي عسکر چې ټپونه یې ژور و سره صلیب ته وسپارل تر څو یې کورنۍ نور ونه ځوریږي.

  خو لا هم د قهرمان په سر کې نشه شته دی. منتظر اوسئ چې کله یې له سرنه د شرابو دغه مستي او نشه لاړه شي نو تاسو بیا جبار قهرمان ته ګورئ چې د غازي هلمند څخه څرنګه منډه کوي.

د هلمند او کندهار د غازیانو تاریخ مخکې هم قهرمان ته معلوم دی، یو وار مخکې هم د اسلام او هیواد له مجاهدینو څخه همدا جبار قهرمان د خړ خر په واسطه  خلاص شوی و؛ خو دا ځل به مشکله وي چې ځان خلاص کړي، ځکه چې طالب مجاهدین د تیر په پرتله ډیر ځیرک او په جګړیزو پلانونو کې ډیر ماهر دي، خدای خبر چې قهرمان صیب به د ځان د خلاصون لپاره  خر هم پیدا کړي.

 بفضل الله

یادونه: په کابل ټکی کام کې نشر شوی لیکنې د لیکوال خپل نظر څرګنده وي، د ادارې توفق ورسره شرط نه دی، که تاسو هم غواړۍ چې لیکنې مو له لاسوهنې پرته نشر شي، نو له مونږ سره اړیکه ونیسۍ!

Kabullnews@gmail.com

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button