قوم پرستي د اسلام په رڼا کې

عرفان خوږیاڼي
په اسلام کې داسې قوم پرستي نشته چې له قوم نه دې داسې معبود جوړ کړى وي چې نور قومونه او خېلونه سپک ګڼې او د خپل قوم بې توپيره د روا او ناروا دفاع او ملاتړ کوې.
په حديث کې داسې راځي:
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى, چې نبى کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: “چاچې په ناحقه د خپل قوم سره مرسته وکړه” هغه د هغه اوښ غوندې دى, چې په کوهي (څا) کې پرېوتى وي, او په خپلې لکۍ را ايستل کېږي”.
په بل حديث کې داسې راغلي دي:
له جبير بن مطعم رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي, چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ” چا چې قومي ريښې کرکې ته بلنه ورکړه؛ هغه له مونږ څخه نه دى، څوک چې په عصبيت وجنګېد؛ هغه له مونږ څخه نه دى او څوک چې په عصبيت ومړ هغه له مونږ څخه نه دى”.
د عصبيت تعريف په حديث کې داسې راغلى دى:
له واثله بن الاسقع رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي: ما وويل: اى د الله پېغمبره! عصبيت څه شى دى؟ هغه وفرمايل: “عصبيت دا دى, چې په ظلم د خپل قوم مرسته وکړې”.
په ظلم او ناروا د خپل قوم بلکه د هرچا مرسته ناروا ده. خوپه حقه له خپل قوم، کورنۍ او ټبر نه دفاع کول ښه کار دى او د خپل قوم حق غوښتل ناروا نه بلکه فرض دي. لکه موسى عليه السلام چې له فرعون څخه دخپل قوم ازادي غوښته.
موسی عليه السلام فرعون ته داسې و ويل:
“قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ”سورةالأعراف: (۱۰۵).
” ما بې شکه تاسو ته ستاسو د رب له پلوه څرګند دليل راوړی دی، نو بني اسرائيل له ماسره راپرېږده “.
او په دې باندې الله تعالی موسی او هارون عليهماالسلام ته امر کړی و, لکه چې فرمايي:
“فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَالسَّلامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى” سورة طه (۴۷).
” تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، ورته و وايئ،چې مونږ دواړه ستا د رب استازي يو،نو بني اسرائيل له مونږ سره راپرېږده او مه يې کړوه. مونږ تاته ستا د رب له پلوه معجزه راوړې ده، په هغه چا دې سلام وي، چې هدايت پسې لاړ “.
په بل ځای کې فرمايي:
“فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ” سورةالشعراء(۱۶-۱۷).
” تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، ورته و وايئ،چې مونږ دواړه د ټولو خلکو د رب استازي يو، چې بني اسرائيل له مونږ سره راپرېږده “.
او موسی عليه السلام فرعون ته و ويل:
“وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ” سورةالشعراء (22).
” آيا دا کومه پېرزوينه ده، چې بني اسرائيل دې خپل غلامان جوړ کړي دي!؟ “.
نو تعصب په ناروا له چا سره ودرېدل او د هغه پلوي کول دي.د خپل قوم او ولس آزادي او حقوق غوښتل نا روا نه بلکه مطلوب دي. په حديث کې داسې راځي:
له سراقه بن مالک بن جعشم رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي: مونږ ته رسول الله صلى الله عليه وسلم خطاب وکړ او ويې فرمايل: ” په تاسو کې غوره هغه څوک دى، چې تر څو د ګناه کار نه وي، نو له خپل ټبر نه دفاع کوونکى وي”.
په بل حديث کې داسې راځي:
عباده بن کثير شامي فلسطينى دهغوى د قبيلې له يوې ښځې څخه روايت کوي، چې فسيله نومېده، هغې وويل: ما له خپل پلار نه اورېدلي دي، چې ويل يې: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه، چې اى د الله پېغمبره! آيا دا له عصبيت نه ده، چې يو سړى له خپل قوم سره مينه کوي؟ هغه وفرمايل: ” نه بلکه عصبيت دا دى, چې يو سړى په ظلم کې د خپل قوم مرسته وکړي”.
په بل حديث کې داسې راځي:
له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت دی، هغه وايي: نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی، ويې ويل: ای د الله پېغمبره! آيا دا له عصبيت نه ګڼل کېږي،چې يوڅوک په حقه د خپل قوم مرسته وکړي؟ هغه وفرمايل: “نه”.
په پلرونو فخر کول
په پلرونو او نسب فخر کول اونور سپک ګڼل منع دي؛ خو د خپل نسب او پلرونو ريښتيني ښه کارونه او ښه خويونه يادول او روزنې لپاره کشرانو ته دهغوى يادونه خير دى. په بدو پلرونو او نېکونو فخر کول ناروا دي.
په حديث کې داسې راځي:
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه له پېغمبر صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي, چې فرمايلي يې دي: “ځينې خلک به له دې منع کېږي, چې په خپلو هغو پلرونو فخر کوي, چې مړه شوي دي او هغوى د دوزخ سکاره دي او يا به خامخا د الله په مخکې له هغه ګونګټ نه هم سپک شي, چې سوټې په خپلې پوزې رغړوي. الله له تاسوڅخه د جاهليت خويونه او په پلرونو د هغوى فخر کول لرې کړي دي. اسلام کې يا پرهېزګار مؤمن دى او يابدمرغه بدکاره دى. خلک ټول دآدم اولا د دى او آدم له خاورې پيدا دى”.



