تر کمپیوټره د قوي حافظې ذهین انسان 

لاروی

لومړی انسان دی چې الله وتعالی ورته مځکه او آسمان مسخرکړي دي، قوي او ساتونکي حافظه  یې ورکړې ده، چې د خپل عمر تراخره د ماشومتوب یا دښتونه له ځانه سره ساتي.

پرمختللو هیوادونو انجینیرانو کالکولیټر او کمپیوټر په کم وخت کې د یوه حساب کولو او یادښتونو لپاره جوړکړل، چې د انسان په پرتله په ډیرکم وخت کې د لکونو او میلینونو حساب ورکولای شي او په زرګونو کتابونه په خپله حافظه کی ساتي؛ خو بیاهم دا انجینیران د خپل ځان (انسان) قدر او اهمیت ته قانع نه دي، تر انسانه کمپیوټر په حساب او یا دښتونو کې غوره بولي حال داچې همدې انجینیر انسان ته الله تعالی د کمپیوټر جوړولو علم ورکړی دی.

د ګړندۍ او قوي حافظې انسان په یوه دقیقه کې له ۲۵۰څخه تر۳۰۰پورې لغات په خپل ذهن کې ځایولای شي.

په نړۍ کې هر ډول انسانان شته، ځینې تمبل او ځینې زیات ذهین وي، په ۱۸۱۸میلادي کال د امریکا یو جمهور رئیس جمیس گارفیلد چې دوه کاله یې حکومت وکړ په یوه وخت یې په دواړو لاسونو لیکل کولای شول، په ښي لاس به یې په خپله ژبه لاتیني خط لیکه او په چپ لاس به یې هم په یوناني ژبه روانه لیکنه لیکلای شوه.

نوموړی دومره ذهین ؤ چې په دواړو لاسونو بیلابیلو ژبو لیکلی شوو خطونو تصحیح (سمونې ) ته به اړتیانه لیدل کیده.

د ساینسي معلوماتو له مخې یو بل د قوي ذهن خاوند اکیم پیک چې د امریکا د اوتا ایالت اوسیدونکی و، په یوه وخت به یې د کتاب دواړه مخونه یو په یوه او بل په بله سترګه مطالعه کول.

اکیم پیک به د زیاتو مخونو ستر کتاب په یوه ساعت کې مطالعه کولو او ټول کتاب به ورته د تل لپاره یاد و، ده به لومړی خپل ذهن مطالعی ته آمده کاوه او په مطالعه به یې پیل کاوه.

 پیک به ویل: هر کار باید د یوه ټاکلی مهالویش له مخې وشي، چې هیڅ وخت انسان بیا د ناکامۍ سره نه مخ کیږي.

د اکم پیک په اړه ویل شوي دي چې په ځایي کتابتونو کې یې۱۲۰۰۰ کتابونه مطالعه کړل، دا ذهین اکیم پیک په ۲۰۰۹میلادي کې ومړ او تر مرګه ورته ټول ۱۲۰۰۰کتابونه یادوو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button