وعده

ژباړه: محمدعلي عمري

يو باچا د ژمي په سړه شپه کې له خپلې ماڼۍ څخه راووت. کوم وخت چي بيرته خپلې ماڼۍ ته ورتلو، يوسپین ږيری ساتونکی یې وليدو چي په يوه کمزوري لباس کې یې پیره کوله.

باچا ورته وويل آیا يخ دې نه کيږي؟ سپین ږیري پیره دار ورته وويل، ولې نه!

 ليکن ګرم لباس نه لرم  مجبوره يم چي پرخپل ځان برداشت راوړم.

باچا ورته وويل، چي زه همدا اوس خپل قصر ته ورځم او زما يو ګرم لباس به تاته راواستوم.

سپین ږیری پیره دار ډير خوشحاله شو او له باچا څخه یې مننه وکړه.

ليکن باچا چې خپل محل ته ورداخل شو، کړې وعده یې هېره کړله.

کله چي سهار شو د يخ وهلي سپین ږيري مړ جسد یې د قصر وڅنګ وموندل شو.

 له څنګ سره یې يوه ټوټه کاغذ پروت و، داسې باندې لیکل شوي وو:

ای باچا ما هره شپه له دې خپل کمزوري لباس سره تحمل او صبر کاو، ليکن ستا د وعدې ګرم لباس زه  له پښو واچولم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button