قرآن د الله کتاب دی

عزیر اسدخیل
وروستۍ برخه
زيد رضي الله عنه او د هغه د ښځې زينب رضي الله عنها ترمنځ ناغېړي وه؛ کله چې خبره طلاق ته ورسېده، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم زيد ته وفرمايل، چې مه يې طلاقوه او ويې ساته؛ خو په زړه کې يې دا وه، چې که هغه يې طلاقه کړي، نو زه به يې په نکاح واخلم؛ خو دا خبره يې پټوله ، نه يې څرګندوله او ویرېده، چې خلک به وايي: د خپل مُتَبَنَّا (زوى بللي) ښځه يې په نکاح کړه.
خو الله تعالى د هغه د زړه خبره راڅرګنده کړه او ويې فرمايل :
(وَ اِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَ اتَّقِ اللّٰهَ وَ تُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِ یْهِ وَ تَخْشَى النَّاسَ وَ اللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ) سورة الاحزاب: ٣٧.
“او کله چې تا هغه چا ته ويل، چې الله تعالى پرې انعام کړى دى او تا هم ورسره ښېګړه کړې ده، چې خپله ښځه دې وساته او له الله ووېرېږه او په زړه کې دې هغه څه پټول، چې الله يې راڅرګندوونکى دى او له خلکو وېرېدې، حال دا چې الله د دې ډېر وړ دى، چې ورڅخه ووېرېږې”.
که پېغمبر دا قرآن له ځانه جوړ کړى واى؛ دا خبره يې هيڅکله نه راښکاره کوله . له دې څخه معلومېږي، چې دا د الله تعالى کتاب دى او د پېغمبر د خوښې په خلاف يې د هغه د زړه پټ راز راڅرګند کړ.
همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم د عربو له مشهور سردار او مالدار عتبه بن شيبه سره ناست و، خبرې يې ورسره کولې او دا هيله يې وه، چې هغه اسلام راوړي، په دې کې ړوند صحابي: عبد الله بن ام مکتوم رضي الله عنه راغى او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يې څه خبره کول غوښتل؛ خو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته پام وانه ړاوه، د هغه مشهور سردار او مالدار سره يې خبرو ته دوام ورکړ، له عبد الله بن ام مکتوم رضي الله عنه نه يې مخ واړاوه او تنډه يې تروه کړه . الله تعالى ته دا کار ښه ونه برېښېده او د سورت عبس دا آياتونه يې نازل کړل :
(عَبَسَ وَ تَوَلّٰى اَنْ جَآءَهُ الْاَعْمٰى وَ مَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّهُ یَزَّكّٰى اَوْ یَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرٰى اَمَّا مَنِ اسْتَغْنٰى فَاَنْتَ لَهُ تَصَدّٰى وَ مَا عَلَیْكَ اَلَّا یَزَّكّٰى وَ اَمَّا مَنْ جَآءَكَ یَسْعٰى وَ هُوَ یَخْشٰى فَاَنْتَ عَنْهُ تَلَهّٰى). سورة عبس : ١ -١٠
(پېغمبر) له دې امله ټنډه تروه کړه او مخ يې واړاوه، چې ړوند ورته راغى، او ته څه خبر يې، کېداى شي، چې دا ړوند ځان پاک کړي يا پند واخلي، نو نصيحت ورته ګټه ورسوي او څوک چې بې پروا دى؛ ته هغه ته توجه کوې او هغه چې ځان نه پاکوي، نو په تا يې څه ګناه نشته؛ خو څوک چې تاته راغى، هڅه کوي او هغه وېرېږي، نو ته له هغه بې غوره کېږې؟!.
دا يو ډول عتاب، نيوکه او رټنه ده. که دا قرآن پېغمبر له ځانه جوړ کړى واى، نو د ځان په هکله يې داسې سخت الفاظ نه ويل. خو دا د الله تعالى کتاب دى او پېغمبر د ټولو انسانانو د لارښوونې لپاره رالېږل شوى دى، نو ځکه دې ړانده ته په توجه نه ورکولوالله تعالی دا تأديبي آياتونه نازل کړل .
له دې وروسته به چې هر کله رسول الله صلى الله عليه وسلم عبدالله بن ام مکتوم ولېد، نو ورته وبه يې فرمايل :
“مَرْحَبًا بِمَنْ عَاتَـبَنِيْ فِيْهِ رَبِّيْ” تفسيرالقرطبي..
“هغه چا ته هر کلى وايم، چې د هغه په هکله زه خپل رب رټلى يم”.
څرګنده شوه، چې قرآن د پېغمبر د خپل خواهش خبرې نه دي، بلکې دا د الله تعالى کتاب دى، نو ځکه د پېغمبر د خواهش خلاف هم نازلېږي .
همدارنګه الله تعالى خپل پېغمبر ته په موجودو ښځو سربېره د نورو لار بندوي او ورته فرمايي: (لَا یَحِلُّ لَكَ النِّسَآءُ مِنْ بَعْدُ وَ لَا اَنْ تَبَدلَ بِهِنَّ مِنْ اَزْوَاجٍ وَّ لَوْ اَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ) سورة الاحزاب: ٥٢.
“اګر که ستا يې ښايست ډېر هم خوښ شي؛ خو له دې وروسته درته نورې ښځې روا نه دي او دا هم درته روانه دي، چې په دوى کې څه پرېږدې او نورې يې په بدل کې وکړې.”
که (العياذ بالله) پېغمبر دروغجن واى او د نفس له غوښتنو پسې تللى، نو په ځان يې د ښکلو ښځو کولو لاره نه بندوله، پخوانيو پاچايانو او ځينو نورو په سوونو ښځې کړې دي. نو معلومه شوه، چې دا قرآن د الله تعالى کتاب دى او په خپل پېغمبر هم بنديزونه لګوي .
همدارنګه الله تعالى خپل پېغمبر ته فرمايي :
(وَ كَذٰلِكَ اَوْحَیْنَا اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِیْ مَا الْكِتٰبُ وَ لَا الْاِیْمَانُ) سورة الشورى : ٥٢.
“او مونږ همداسې په خپل حکم تاته د روح وحې وکړه، ته نه په دې پوهېدې، چې کتاب څه شى دى او نه په دې پوهېدې، چې ايمان څه شى دى؟ “
او فرمايي :
(وَ وَجَدَكَ ضَآلًّا فَهَدٰى وَ وَجَدَكَ عَآئلًا فَاَغْنٰى) سورة الضحى : ٧ -٨
“او ته يې بې لارې وموندلې, نو سمه لار يې دروښوده او بې وزلی يې وموندلې, نو غني يې کړې”.
له دې درې واړو آياتونو نه هم په ډاګه څرګندېږي او عقل دا پرېکړه کوي, چې که د پېغمبرۍ دعوه دروغ واى او هغه (العياذ بالله) يو ځان غوښتونکى دروغجن واى او دا قرآن يې له ځانه جوړ کړى واى, نو د ځان په هکله يې دا الفاظ هيڅکله نه ويل چې: ته نه په دې پوهېدې, چې کتاب څه شى دى او نه په دې پوهېدې, چې ايمان څه شى دى او ته يې بې لارې وموندلې .
نو څرګنده شوه, چې قرآن پېغمبر له ځانه نه دی ويلى او دا د الله تعالى کتاب دى . همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم يوې بي بي کره ګبينی (شهد) خوړلى ؤ، نورو ورته پلمه جوړه کړه او ورته ويې ويل, چې ستا له خولې د بد بويه بوټي (مغافيرو) (اينجې ) بوى ځي . هغه په ځان ګبينی بند کړ، الله تعالى وحې راولېږله :
(یٰاَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ تَبْتَغِیْ مَرْضَاتَ اَزْوَاجِكَ) سورة التحريم : ١.
“اى پېغمبره! ولې هغه څه حراموې, چې الله درته حلال کړى دى؟ آيا د خپلو ښځو رضا لټوې؟ “
له دې نه هم څرګنده شوه, چې دا قرآن هغه له ځانه نه دى جوړ کړی، که نه؛ خپل ځان ته يې داسې د عتاب خبره نه کوله . دا د الله تعالى کتاب دى، نو ځکه يې خپل پېغمبر ته عتاب راولېږه، چې داسې مه کوه .



