چارواکي: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۲۳ پوستو سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل

د ارزګان ولايت چارواکي وايي د چورې ولسوالۍ ۲۳ پوستو سقوط کړی او وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ بازار ځينې سيمي له امنيتي ځواکونو نيولي دي.

د چورې ولسوال ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د ولسوالۍ په ودانۍ وسلوالو طالبانو له تېرو درې ورځو راهيسې پراخ بريدونه پیل کړي دي.

د چورې ولسوال عبدالمالک وايي: “د چورې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، وسله‎وال طالبان په سل متري کې دي، که تازه دمي ځواکونه راونه‌رسېږي نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.”

د ولسوال په وينا د چورې ولسوالۍ ۴۵ پوستې لري، چې تر دې دمه يې ۲۳ پوستو سقوط کړی او پاتې ۱۲ پوستې هم د سقوط په حال کې دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولايتي شورا رئيس عبدالکريم خادم زي ازادۍ راډيو ته ويلي “د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند سجاول سیمه کې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی چې په نتیجه کې یې د ملي اردو شپږ سرتېري وژلي، ۹ ټپیان او شپږ نور لادرکه دي.”

هغه همداراز وويل، چې د نوموړي ولايت په دهراود ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د ملي اردو يوه قرارګاه د وسلوالو لاس ته ولوېده، چې د ملي اردو ۱۰ سرتيري پکې ووژل شول.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې منلې چې د دوی پلويانو تېره شپه د ترينکوټ په سجاول سيمه کې د ملي اردو يوه قرارګاه تر جګړې وروسته نيولې ده.

د ارزګان ولایت مرکز او ولسوالۍ له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې د وسله‎والو طالبانو تر محاصرې لاندې دی.

بايد وویل شي، چې تېره اوونۍ هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند کرنا سیمه کې د عامه نظم یو کنډک تر ۳۳ ورځنۍ محاصرې وروسته وسله‎والو طالبانو ته تسلیم شوی و.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button