ټیپو سلطان …. یو ویشتمه برخه

 

په تیر پسې …

سپور  خپل خنجر  دهغه په سینه کې نور هم  ور ننویست،  خنجر د ترمل  د کمیس   څخه ووت او نیغ  یی په سینه کې  ورچوخ شو. په دې وخت کي  سپور ور غږ کړ:

«ریښتیا ووایه چې  دا دې اخري وخت  دې . » سپور ورته  د غاښونو په  چیچولو پیل وکړ.

« هو!  هو!…زه ترمل  راو یم ، ما وبخښئ،  ماته  (راني ماتا) لالچ  راکړې وو. زه  ښوېدلی یم ماته  بخښنه وکړئ .»

د سپور  لپاره  همدا  په  جرم  اقرار کول  بسنه کوله. ورته یی وویل:

« د بخښني او یا مړیني   حکم  به یواځې او یواځي  نواب  بهادر کوي …»

هغه ترمل راو ونیو او لاس پښې تړلی یې د نواب  بهادر  دربار ته حاضر کړ، نواب بهادر د ترمل راو د وژلو حکم وکړ او  د راجه په لاسو کې چې څومره ماڼۍ او محلات وو د هغوې  مسؤلین یې ټول د خپلو دندو  څخه  ګوښه  کړل، خو د راني ماتا او راجه  په خلاف د کوم ثبوت د نه  تر لاسه کیدو په خاطر  یی د هغوې په خلاف  کوم  قدم  وانخست.

تاسو په دې لړ کې د هندو  قوم  د احسان  نه پیژندلو  دا حال  هم  په  نظر کې و نیسئ، ځکه چې نواب حیدرعلي خان د هندو پنډتانو، مذهبي مشرانو او د هغوی د عبادتځایو سره ډیره ښه رویه کوله.

لوستونکو ته  به  دا  خبر د لوست په وخت کې ډیر عجیب  ښکاره شي چې حیدرعلي خان د بیلور د ګنګاسیوا د مندر منځنۍ برخه پخپله  تعمیر کړې وه.

د دې تر څنګ  د سرنګاپټم د سري رنګنات  یادونه هم اړینه ګڼم، ځکه چې حیدرعلی خان هغه  بیرته په نوې بڼه  تعمیر کړ. د دې مندر په اړه د  میتهک سوسایټي جریدې(د ۱۹۳۹کال د اپریل د میاشتې)  په ګڼه کې  په ۴۵۴م  مخ کې داسې  لیکلي دي:

«په  ۱۷۷۴ م کال  کې  قدیم الدین  خان نومې یوه شخص  په کور  کې اور ولګید.  دا کور د دې مندر تر څنګ  وو. اور دومره ځواکمن وو چې د قدیم الدین خان د کور ترڅنګ یې دا مندر هم  پوره  وسوځاوه …»

حیدرعلي خان  نه یواځې د قدیم الدین خان کور بیرته تعمیر کړ بلکه  دغه مندر یې هم  بیرته په ډېره  ښایسته توګه  جوړ کړ.

د دې مندر تر ټولوستره کارنامه دا وه چې د حیدرعلي خان څخه نیولی د سلطان ټیپو تر شهادته پورې د میسور د سلطنت  په خلاف مرهټیانو، د دکن نظام او انګریزانو  څخه علاوه د میسور راجه او رانیانو چې څومره سازشونه کړي، څومره پلانونه یی جوړ کړي په دې ټولو کی د دې مندر د بامبړانو لاس په یوه ډول  نه یوه ډول  شریک وو.

د «رانادتړن»  په اړه  تاریخ  لیکي چې:

«د انګریزانو او هندوانو ترمنځ  چې په مدراس کې کوم تړون د «رانا» تر نامه لاندې د هندوانو د تخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره لاسلیک شو، په هغې کې هم د راني  جاسوس ترمل راو او د کمپنۍ نماینده  جان سلیوان هم لاسلیکونه کړي وو. دا تړون  سرآئرکوټ ته  هم را رسیدلی وو، خو هغه ورته دومره ارزښت ورنه کړ، که څه هم هغه وخت دا معامله   پټه پاته شوه، خو د هغې سکروټې همغسې سرې وې….»

شهزاده ټیپو ته د خپل پلار د مړینې خبر د دسمبر په یولسمه ور ورسید. خو هغه د دسمبر په دولسمه را وخوزید اما «ارکاټ » ته د ورنژدې کیدو سره سم هملته د خپلو ځواکونو سره تم شو.

هغه د خپل پلار په مړینه باندې ډیر زیات غمګین وو او غوښتل یې ژر تر ژره خیمه ځاې  ته را ورسیږي. خو مصلحتونو د هغه  قدم  تم کړ. ځکه چې  هلته د هغه  د ورور  مسئله را مخته شوې وه،  ورور یې د هغه ځاې د مخورو  له اړخه   په تخت کینول شوې وو.

لوستونکو ته به یاد وي چې  حیدرعلي خان هملته  ارکاټ ته نژدې  د تمري   په سیمه کي مړ شوې و. خو کله یې چې  د مړینې خبر سرنګاپټم ته  راورسید نو هلته د سلطنت  امراو  او رئیسانو  شهزاده  کریم  په تخت کیناوه. دا دواړه خبرونه  ټیپو شهزاده  ته په یوه وخت کې ورسیدل، په دې خاطر هغه هملته  ارکاټ  ته د رارسیدو سره  سم  تم  شو. هغه  په دې توګه غوښتل د خپل خداې بخښلې پلارد خیمه ځاې او د سرنګاپټم د دربارعکس العمل د خپل ځان لپاره ډاګیزه کړي.

تاریخ پوهانو په دې اړه  دا شک  هم کړی  چې شهزاده ټيپو ته دا ګواښ پیدا شوی وو چې هسې نه چې د خپل پلار خیمه ځاې ته په ور رسیدو سره  سم د هغه  ورور شهزاده کریم چې نوې په تخت  ناست وو، د سرنګاپټم  څخه شاهي ځواکونه د ده د مقابلې لپاره را واخلي.

د شهزاده دا شک ترډیره ځایه سهي و. ځکه چې د شهزاده کریم د په تخت کینولو کې میرصادق د هر چانه مخته وو. دا همغه نمک حرامه  وو چې حیدرعلي خان د مالیاتو  د را ټولولو سترافسر ټاکلی و او د هغه په دې  کار  محمدعلي کمیدان سخته نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې:

نور بیا ……….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button