د فوټسال افغانۍ لوبډله د منځنۍ اسيا اتلولي خپله کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل
د قرغزستان په کوربه توب دا سیالۍ د افغانستان د صداقت ټیم، د اسیايي فوټسال فدراسیون د ناریان لوبډلې او د قرغزستان د فارواتر او ایمجیک ټیمونو تر منځ په بشکیک کې وشوې چې افغانستان پهکې ټولې لوبې وګټلې.
د افغانستان د فوټسال فدراسيون مسؤل سيد علي کاظمي وايي، د افغانستان د صداقت ټيم وتوانېده چې تېر ماښام په اخرنۍ لوبه کې پنځه پر دوه ګولونو د اسيا د فوټسال کلپونو اتل ناريان ټيم ته ماتې ورکړه.
په يادو لوبو کې افغان لوبډلې فارواتر ته په څلورو ګولونو او ايمجيک ټيم ته په څلور منفي يو ګولونو سره ماتې ورکړې.
ښاغلی کاظمي وايي: صداقت فوټسال کلپ چې په افغانستان کې د فوټسال ټیمونو تر منځ اتلولۍ ګټلې وې.
هغه وويل: دغه ټيم د یادو سیالیو نه مخکې په عربي متحده اماراتو کې د الشعب ټیم ته په ۹ ګولونو ماته ورکړې او دا دی په قرغزستان کې اتلولۍ ته ورسېده.



