طالبانو ته ډرون کامرې چا ورکړي دي؟!

عبدالله ابن مبارک احمدزی
ډرون کامرې چې څوک یې د Quadcopter او څوک یې د Bionic Bird په نوم پېژني،ایرانیان ورته پهباد وايي،دا هغه پرمختللې او مډرنې کامرې دي چې په ډېر اعلی کیفیت سره کولی شي د ځمکې پر سر له هر څه نه عکاسي وکړي.
د کرکټ،فوټبال،باسکېټبال او داسې نورو لوبو پر مهال هم له ډرون کمرو څخه استفاده کیږي،په فلمونو او سینما ګانو کې هم د صحنو د ډکولو او بشپړولو له پاره له دغه ډول کامرو څخه کار اخیستل کیږي. په روان زیږدیز کال کې د عیسویانو د کرسمس جشن پر مهال کابو یو میلیون ډرون کامرې پلورل شوي دي.
ډرون کامرې بېلابېل ډولونه لري چې جلا شکلونه او جوړښتونه لري،ځینې یې یواځې د فلمبردارۍ او ویډیو ډکولو له پاره وي او ځینې یې د جاسوسي مأموریتونو له پاره چې په اوس وخت کې تر ټولو پر مختللې ډرون کامره چې په وسلو او جاسوسي وسایلو هم سمباله ده د اسراېیلو (RQ-170) کامره ده چې په هر لحاظ تر نورو هغو اوچته او پر مختللې ده.
ډړون کامرې لکه څنګه چې مالومه ده د دوو موخو له پاره ترې کار اخیستل کیږي، یو د جاسوسۍ له پاره او بل د لوبو،څېړنو او سیاحتونو له پاره،نو په همدې اساس افغانستان ته هم یادې کامرې را ورسېدې،په ځانګړي ډول طلوع او یک هغه تلویزیوني شبکې دي چې ډرون کامرې لري،په روان کال کې چې د هزاره ګانو لاریون و،یک تلویزیون یې د همدې کامرې په مټ عکاسي کړې وه،او طلوع هم د روانې جګړې په ګراف معلومولو او د ولایتونو په جغرافیو کې ترې کار اخلې چې اوس د امنیت شورا له خوا نه پرې بیندیز لګېدلی دی.
د دغو کامرو پېرل زیاتره د امازون www.amazon.com انټرنیټي سایټ له لارې ترسره کیږي،چې په بهرنیو هېوادو کې هر څوک کولای شي دغه ډرون کامرې ترلاسه کړي،یوازې یو ماسټر کارټ ته اړتیا ده،همدارنګه په چین، پاکستان،هندوستان او دوبۍ کې هم پر پراخه کچه خرڅېږي او په سوپر مارکېټونو کې چې د برېښنا وسایل ولري نو یاده ډرون کامره هم خامخا لري.
طالبانو هم یادې ټکنالوژۍ ته له تېر یوه کاله راهیسې لاسرسی وموند او ګټه یې ترې واخیسته چې ښکاره او لومړنۍ بېلګه یې د هلمند د ناوې ولسوالۍ څخه عکاسي وه.چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګون ځا ن سره درلود،او ان په نړیواله کچه هم بدرګه شوه،چې پرون پرېس ټي – وي په دې اړوند مفصل راپور وړاندې کړ،د پټو سرچینو له قوله چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې په خاصو ځایونو کې هم یادې ډرون کامرې پیدا کیږي خو د امنیتي ملحوظاتو له پاره په ښکاره بازار کې نه خرڅيږي،دا په داسې حال کې ده چې په نوره نړۍ کې یادې کامرې په آزاد بازار کې پلورل کیږي او په لېږد را لېږد یې هېڅ ډول بندیز نشته.
طالبانو په افغانستان کې د ننه له افغان حکومت څخه دغه ډول کامرې ونیولې،چې کله امنیت شورا ته راپور ورسېد،په سبا یې ټولو رسنیو او بنسټونو ته امر وشو چې نور دې له ډرون کامرو نه استفاده نه کوي، مثلا د هغې اعلامیې یوه برخه داسې وه((د امنیت شورا او امنیتي ارګانونو د ګډې پریکړي په اساس د ډرون کامرې (Drone Camera) کارونه چې د الوتلو وړتیا لرې له فضا څخه انځورونه اخلي او له ځمکي څخه د ریموټ په وسیله کنټرولیږي منع اعلان شوه.)) دغه اعلامیه د روان ۲۰۱۶ میلادي کال د جون د میاشتې په ۲ مه نېټه خپره شوه،نو په دې اساس ویلی شو چې طالبانو د ۲۰۱۶ په لومړیو 5 میاشتو کې یا له هغې وړاندې دغه کامرې ترلاسه کړي دي،د امنیت شورا له اعلامیې څخه دا ښکاري چې د طالبانو لاس ته د دغو کامرو لوېدل آسانه کار دی خو دولت ته به جدي ستونزې جوړې اوپیدا کړي،له همدې کبله یې په انځوریزو رسنیو بندیز ولګاوه او د کابل په شهرنو کې هم اوس په ښکاره ډول نه خرڅېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې پروپاګند خپریږي چې ګواکې روسیې یا ایران به طالبانو ته دغه ډول کامرې ورکړي وي خو؛واقیعت دا دی چې د کابل د بازارنو په سطحه هم دا ډول کامرې خرڅېدې،کله چې امنیت شورا پرې بندیز ولګاوه ښکاره او عام خرڅول یې منعه شول.
د یادونې ده چې دغه ډرون کامره د نظامي او جاسوسي فعالیتونو له پاره نه ده،بلکې هغه ځانته کامرې دي چې په تعقیبي وسایلو هم سمبالې وي،خو دا چې طالبان ترې په نظامي برخه کې ګټه اخلي دا یې خپل کار دی چې اوس یې افغان دولت ته یو درد سر جوړ کړی دی.
د جاسوسۍ له پاره جوړې شوې کامرې اوس وخت کې په پرمختللي ډول له روسیې،امریکا او اسرائیلو سره دي،وړم کال یوه امریکايي ډرون الوتکه په ایران کې را نسکوره شوه،ایراني پوهانو د هغې له مخې ایران ته هم دغسې وسیله جوړه کړه.
څو میاشتې وړاندې هم د کابل په هوټلونو او کنسرټونو کې له دغې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل کېده،خو دا چې د دولت د بې پروايۍ له کبله اوس طالبانو هم یادې ډورن کامرې ترلاسه کړي دي،حکومت یې په استعمال او عام پلور او پېر باندې شدید بندیز وضعه کړ.
ګومان کیږي چې طالبانو به Dji Phantom 3 ډوله کامرې ترلاسه کړي وي چې یوازې د کنسرټونو او فلمونو د ډکولو له پاره دي، نه د جاسوسۍ له پاره خو طالبانو په هلمند کې ترې نظامي استفاده وکړه چې دا واقعا دولت ته لوی سرخوږی جوړوي.په دې توګه هغه څوک چې یادې ډرون کامرې د بهرنیو هېوادونو مرسته ګڼي باید واضح او قناعت بښونکی لاسوند دې وړاندې کړي. که چېرې روسیې یا ایران له طالبانو سره د یادو کامرو په برخه کې مرسته کولی نو ولي یې نظامي او نظارتي ډرون کامرې نه ورکولې؟ هغه کمرې چې یوازې عکاسي کوي،دومره اهمیت هم نه لري چې یو بهرنی هېواد دې چاته ورکړي بلکې دا هغه څه وو چې تر څو میاشتو پورې عام خرڅېدل او د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هم پرون خبریالانو ته وویل: طالبانو ته چې کومې کامرې په لاس ورغلي دا د اندېښنې وړ ځکه نه ده چې یو خو په عام بازار کې خرڅېږي او هر څوک یې اخیستلی شي،بله دا چې یادې کامرې دومره وړتیا او اهمیت نه لري چې موږ ته دې خطر متوجه کړي،مانا دا چې که چېرې دغه ډرون کامرې کوم بهرني هېواد طالبانو ته ورکولی نو حتمن به یې په مډرن ورژن کې ورکولې چې هم یې په دقیق ډول هدف مشخص کولی او هم به د افغانستان دولت پرون د خطر احساس کولی .
په پای کې باید یادونه وکړم چې ډورن کامرې زیاتره د Amazon Prime Air په محصولاتو کې شمېرل کیږي چې په ۳۰ دقیقو کې به د شرکت کارکوونکي ډرون کامره تر کوره پوره ورسوي.خو دا آسانتیاوې په بهرنیو هېوادونو کې دي؛نه په افغانستان کې،هغه ډرون کامرې چې اوس له طالبانو سره دي عادي ډول کامري دي،ځکه نظامي او جاسوسي کامرې یوازې له حکومتونو سره وي او ترلاسه کول یې طالبانو ته له تصادفي حالت پرته ناشوني دي،په افغانستان کې جاسوسي کامرې په پرمختللې بڼه د ناټو ځواکونو سره شته چې په ولایتونو کې خپل مأموریتونه ترسره کوي خو افغان دولت یوازې ځمکنو کامرو ته لاسرسی لري او بس.تاسو که په حکومت کې د ننه شنونکو یا کارپوهانو ته ځیر شئ،د دوی نظریات او فکرونه یو له بله ډېر توپیر لري.پرون چې دولت وزیري د طالبانو د ډرون کامرو په اړه کومې څرګندونې وکړې نو هېڅ د نظام ملاتړي ته په اخلاقي لحاظ دا نه ښايي چې ووايي: طالبانو ته بهرنیو کړیو ډرون کامرې ورکړي دي



