پاکستان پوځ: د هندي ځواکونو په ډزو کې ۲ تنه وژل شوي- ټوله شپه جګړه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۳) الماس خدرخېل
د پاکستان پوځ خبر ورکړی، چې هندي ځواکونو د کنټرول پر کرښه ډزې کړي چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۷ کسان نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ويلي، چې دا پېښه تېره شپه د کنټرول پر ليکه رامنځته شوې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د پنجاب رېنجرز ځواکونو د کنټرول کرښې په دريو سيمو کې د هندي ځواکونو سره مقابله کړې، چې تر منځ يې ټوله شپه جګړه روانه وه.
په پېښه کې ټپیان د سیالکوټ پوځي روغتون ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
.بايد وويل شي، چې د هند سرحدي ځواکونو تېره اونۍ دعوه کړې وه، چې په جمو سيمه کې يې د پاکستان سرحدي ځواکونو اووه سرتيري وژلي دي.
خو د پنجاب سرحدي ځواکونو وياند جګړن وحيد رسنيو سره په خبرو کې د نوي ډيلي دا دعوه رد کړه او ويې ويل چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.



