بلوچستان کې ۲ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۳) زرغون خوږیاڼی
د پاکستان امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې نا څرګندو وسله والو پر سرحدي پولیسو ډزې کړي، چې په کې ۲ سرحدي پولیس وژل شوي.
یادې سرچینې ویلي، چې بریدکوونکي پر موټر سایکل سپاره و، چې پر امنیتي پولیسو يې ډزې کړي، ددوی په وینا وسله وال له سیمې څخه په نیښته بریالي شوي دي.
ځايي پولیسو ویلي، چې د سیمه یې په خپل کنټرول کې اخیستې او د وسله والو په اړه پلټنه پيل شوې ده.
همدارنګه نن د پاکستان پوځ خبر ورکړ، چې د پنجاب په سیحدي کرښه کې د هندي سرتېرو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.



