په دنیا کي درې ډوله انسانان دي

ليكنه : احمد جنيد مبارز

① _ هغه انسانان چي هم یې دا دنیا او هم یې اخرت خراب وي ‘
د مثال په توګه : چي په دې دنیا کي هم ستړۍ ستومانه وي ، د الله عبادت نه کوي ، صرف په نامه ځان ته مسلمان وايې او د ژوندانه ټول کارونه يې د اسلامي شریعت څخه وتلي وي ، دعباداتو او داسلامي احکامو په نه پلي کېدو سره يې اخرت هم خراب سي .
「دا ډول انســانان تر ټولو بد دي」
② _ هغه ډول انسانان چي دا دنیا یې خرابه وي خو لکن اخرت یې بیا سم وي ‘
د مثال په توګه : چي په دې دنيا کي زیات ستړۍ وي ، د اولادو لپاره نفقه تیاره وي ، یا دظالمانو لخوا ظلم پر کيږي ، یا د ډېر مال سره سره د زکاة نه اداء کولو په صورت کي ورته مالي او ځاني زیان ورسيږي .
「دا ښه انسانان دي یعني نېک بخته دي ځکه اخرت يې سم دي دا دنيا که خرابه وي 」
③ _ هغه ډول انسانان چي هم یې دا دنیا ښه وي هم یې اخرت سم وي ‘
د مثال په توګه : چي ډېر مال لري په هغه سره اسلام ، دين ، ته خدمت په کوي ، په ښه هستوګنځی کي ژوند کوي ، انسانان ځني خوشحاله وي ، د زیات مال په لرلو سره هر غریب ځني خوشحاله وي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button