د الله جل جلاله پر لور!

لیک: احمد جنید مبارز
خدایه ( جل جلاله )!
موږ ته داسې تکلیفونه را په برخه کړه،
چې يوازې ستا په یاد ژوند وکړو
وړاندې ولاړسو او ساه ورکړو،
نه چې هېر کړو
چې ته زموږ تکيه او ارامي يې
لاسونه مو ستا لمنې ته دراچوو
او په بل لاس مو
له بې چاره او نادارو خلګو سره مرسته کوو
خدایه ( جل جلاله )!
په رښتیا هم ستا په خلقت کې
بدي وجود نه لري
نو بیا موږ مبارک کړه
ترڅو د ظاهري شیانو
تر تاثير لاندې رانسو
شکل بخښل ستا کار دی
نو بیا د شکل عیب پلټل
ستا عيب پلټل دي
خدایه ( جل جلاله )!
مبارک مو کړه
تر څو مینه کول او خندا زده کړو
له ټولو سره مينه وکړو
حتی له هغو کسانو سره
چې زموږ سره مينه نه لري
موږ څه درک کوي
موږ ته يې ضرر رارسولی وي
په موږ پسې يې بد ويلي وي
او موږ يې استعمال کړي يو
او رازده کړه
چې د ژوند په هر ډول حالاتو
او برياليتوبونو کې وخاندو
او پوه سو چي په هر هغه څه کې
چې په سترګو لیدل کيږي
ستا رحمت پټ دی
زموږ خدايه ( جل جلاله )!
خدایه موږ ته رازده کړه
چې دعاء وکړو
کار وکړو
او زړه ور واوسو
موږ ته رازده کړه
چې هغه سختې لاري ووهو
چې پای يې
د بې پایه نورونو پيل دی
هغه ځای، چيرې چي موږ ورکېږو
او یوازې ته پاته کيږې
زموږ خدایه ( جل جلاله )!
ستا د تبرک په لټه کي يو
موږ ته مهرباني او لطف را اعطا کړه
ترڅو سپېڅلي او پاک روحونه
موږ د خپلو مهربانيو
او ملا تړ په شغلو کې
را ګير کړي
خدايه ( جل جلاله )!: هر دوست چي دغه دعاء ولوستله هغه ته جنت الاعلی ورنصیب کړې . امين یارب العالمين .



