تخار چارواکي: د رستاق ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوی ولسوال ونیول شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷ ) زرغون خوږیاڼی
د تخار ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي، چې ددې ولایت د رستاق ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال یې ژوندی نیولی دی.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالجلیل اسیر ویلي،چې د رستاق ولسوالۍ د ایلکشان سیمې اوسیدونکی قاري حنیف الله چې په رحمت الله سره مشهور و نیول شوی دی، دده په وینا تر دې پخوا یاد ولسوال په کندز ولایت کې د امام صیب او دشت ارچي په ولسوالیو کې د دولت په وړاندې جنګیدو چې په جګړو کې یې یوه سترګه هم له لاسه ورکړې ده.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې قاري حنیف الله په اوس وخت کې د طالبانو لخوا رستاق ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه نومول شوی و، چې د پرون د پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د استخباراتو لخوا په خپل کور کې ونیول شو.
عبدالجلیل ازادۍ رادیو ته ویلي، چې یاد ولسوال د ملي امنیت تر پوښتنو لاندې دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



