په یوه “کلمه” زیاتي ستونزې حل کړئ!

لیکنه اوژباړه: م. حمد الله(دانشمند)
“عوف بن مالک الاشجعي”(رضی الله عنه) نبي علیه السلام مبارک ته ورغی، ورته یې وویل: زما زوی(مالک) له تا سره د غزا په موخه تللی وو، د بیا راتګ یې هیڅ پته نشته، زه څنګه وکړم؟
هغه مبارک ورته و فرمایل:
((يا عوف، أكثر أنت وزوجك من قول: لا حول ولا قوة إلا بالله)).
اې عوفه! ته او ستا بي بي دا کلمه(لا حول ولا قوة إلا بالله)ډېر لولئ!
نوموړي د کور په لوري موخه کړه، کله چې ورسېد د لاپته زوی لالهاندې مور ترې وپوښتل: نبي علیه السلام مبارک څه درکړل؟
هغه ورته کړه: راته یې د”و لاحول…” په زیات ویلو سپارښتنه وکړه.
د لوړ ژغم او حوصلې څښتنې مورکۍ ورته وویل: د الله پاک رسول رښتینی دی. همداسې یې وکړل، د یادې کلمې په ویلو یې پیل وکړل، کله چې شپې توره څېره را څرګنده کړه، دروازه وټکېده، عوف(رضی الله عنه) ور وخوځېد دروازه یې ور پرانیسته، ناڅاپه یې سترګې په خپل زوی(مالک) ولګېدې په داسې حال کې؛ چې ډېر څاروي یې له کفارو په غنیمت(ولجه) را ویستي وه.
پلار ترې وپوښتل دا څه دي؟
زوی یې ورته کړه: (پلاره!) کفارو چې کله ونیولم، په وسپنیزو زولنو یې داسې محکم وتړلم؛ چې هیڅ مې د خلاصون تمه نه وه، کله چې شپه شوه د تېښتې هڅه مې وکړه؛ خو بریالی نشوم؛ ځکه د لاسونو او پښو زولنې مې تنګې او درنې وې! ناڅاپه مې ور پام شو، چې په لاسونو کې مې د وسپنیزو زولنو کړۍ ورو-ورو ازادېږې تردې چې لاسونه او پښې مې ترې و ویستې او د مشرکانو له څارویو سره یوځای تر تاسو راغلم!
عوف(رضی الله عنه) ورته ویل: اې زویه! زموږ او د یادو مشرکانو تر منځ اوږد واټن وو؛ څنګه دي وکړای شول؛ چې په یوه شپه کې دي دومره اوږد واټن وواهه؟!
هغه ورته ویل: پلاره! په الله پاک قسم: کله چې له زولنو نه ووتم؛ داسې مې انګېرله، چې ملکو(فرشتو) په وزرو کې اخیستی یم! «سبحان الله العظیم».
عوف(رضي الله عنه) د نبي علیه السلام مبارک په لوري روان شو ترڅو هغه مبارک له یادې ماجرا(کیسې) نه خبر کړي. مخکې له دې چې نوموړی د هغه مبارک په وړاندې بیان وکړې، هغه مبارک ورته وفرمایل:
((أبشر يا عوف، فقد أنزل الله في شأنك قرآنًا)):
{وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا *وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا}).
ژباړه: زېری قبول کړه اې عوفه! الله پاک ستا په شان کې ایت نازل کړ.
ژباړه: څوک چې له الله پاک نه و وېرېږي، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو يوه لاره پېدا کړي او هغه ته به له داسي لاري نه روزي را پیل شي، چي هغه لوري ته به یې هیڅ فکر نه وي. څوك چي پر الله پاک توكُل وکړي، د هغه لپاره الله كافي دى. الله د خپل كار پوره كوونكى دى. یقینا الله پاک د هر شي لپاره يوه اندازه ټاکلې.



