ننګرهار: امریکايي ځواکونو د چاپې پر مهال ۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷) زرغون خوږیاڼي

تېره شپه امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د مولوي محمد عالم په کور چاپه وهلې چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۳۲ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي، چې د شیرزادو ولسوالۍ دمرکیخیلو په سیمه کې امریکايي او افغان ځواکونو د مولوي محمد عالم په کور چاپه وهلې، چې په کې ۸ وسله ول وژل شوي.

خوږیاڼي منلې چې یاد مولوي بچ شوی او  په سیمه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د ننگرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر رسنيو ته ويلي، چې بريد د طالب قوماندان پر کور نه دی شوی، بلکې د ځايي قومي مشر ملک فاروق پر کور شوی، چې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

اجمل عمر ویلي، چې په وژل شویو کې ۲ ښځې، یو ماشوم او یو بل ملکي وګړی وژل شوی دی.

د سیمې ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې په چاپه کې ټول قربانیان ولسي وګړي دي او هیڅ کوم وسله وال په کې نه شته.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا روغتون رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال رسنیو ته ویلي، چې د شیرزادو له سیمې څخه روغتون ته ۱۲ ټپیان ور وړل شوي، چې په کې ۷ ماشومان او ۵ ښځې دي .

طالبانو ویلي، چې په دې پيښه کې ۳۲ ملکي وګړي شهیدان شوي دي او دوی ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تیره شپه امریکايي عسکرو د خپلو افغان عکسرو په ملګرتیا د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ مرکیخیلو سیمه کې  د یو سیمه اییز او مشهور دیني عالم شیخ الحدیث محمدعالم صاحب په کور وحشیانه چاپه ووهله.

مجاهد زیاتوي، چې له چاپې سره سم د سیمي مجاهدینو د شيخ صاحب کورته ځان ورساوو او په ګډو عسکرو باندې يې سخته ځپونکي حمله ترسره کړه چې له امله يې ۶ امریکايي عسکر او یوشمیر داخلي عسکر ووژل شول او ګڼ شمیرنور ټپيان شول.

طالب ویاند زیاتوي، چې امریکايانو د خپلو تلفاتو په لیدلو سره په سیمه کې درنه بمباري وکړه چې ((له امله يې یوه ښځه او یو بل ملکي کس شهیدان او د کلي ۳۰ تنه عام خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ټپيان شول)).

طالب ویاند وايي، چې ددوی ځواکونه اوس د دا ډول چاپو سره د بلد شوي او له لازمو تکتیکونو څخه په استفادې سره دوی ته هيڅ زیان نه دی اوښتی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button