په ارزګان کې لادرکه پولیس سرتیري د قوماندان په شمول طالبانو ته تسلیم شوي دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۷) بصیراحمد پاڅون
د ارزګان ولایت چارواکو درې ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې قوماندان قاهر له خپلو ۱۴ تنو پولیسو سره بې درکه شوی دی. د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب ویلي و چې د ورک شویو په پولیسو لټون یې پیل کړی خو تلیفوني اړیکه یې ورسره پرې شوې ده.
طالبان وایي چې نن قوماندان قاهر د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د خپلو دیارلسو تنو پولیسو په شمول له طالبانو سره یوځای شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې قوماندان قاهر او ورسره پولیسو خپلې ټولې وسلې، مهمات او وسائط طالبانو ته سپارلي دي.
ویل کیږي، چې قوماندان قاهر په ارزګان ولایت پراخ نفوذ لري.
طالبانو وړاندې اعلان کړی و چې کوم حکومتي سرتیري په خپله خوښه دوی ته تسلیم شي د امنیت تضمین یې کوي او ډیر زر به یې په عزت سره خپلو کورونو ته رخصت کړي.



