خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:
جان كيري، د نسخې د ناكامۍ بل سند
کابل ټکی کام:
د ناکامۍ؟ که د کامیابۍ! ځکه چې د امریکا کامیابي خو په ناکامولو کې ده.
هیواد:
زموږ نظام پر كوم لوري روان دى؟
کابل ټکی کام:
یوې خواته یې ډانګ دې او بلې خواته یې پړانګ، کله د ډانګ خواته درومي او کله د پړانګ خواته.
ارمان:
امريكا په سيمه كې د وحشتونو د دوام اصلي لامل
کابل ټکی کام:
د شهیدانو د وینو اثر او کرامت ته ګوره چی له باطلو خولو هم د حق خبرې راووځي.
افغانستان:
آيا له طالبانو سره د جوړجاړي ښه فرصت نه دى؟
کابل ټکی کام:
فرصت خو دی خو که طالبان مو دا پیشنهاد ومني.
ویسا:
بشپړه سوله څه وخت راتلاى شي؟
کابل ټکی کام:
هغه وخت چې ګوډاګی رژیم د ملت اصیلو بچیانو ته تسلیم شي.
ارګ:
د دوستم تورونه باید په عدلي او قضايي ارګانونو کې وڅېړل شي
کابل ټکی کام:
خو د عدلي او قضایی ارګانونو تورونه به چیرته وڅیړل شي؟؟؟
والی فراه:
امنیت مسیر انتقال پروژه تاپی تامین شده است
کابل ټکی کام:
دې ته وایی شل ګزه ټوپ وهل، د فراه والي تر اوسه د خپل ښارګي پرتوګاښ نشي ټینګولی او د تاپي پروژې د اوږد واټن د مسیر د امنیت لپاره سینه ډبوي.
بلخي:
۶۰۰ زره راستانه شوي کډوال بشري مرستو ته اړتیا لري
کابل ټکی کام:
خیرات راغونډ کړي د کډوالو په نوم، بیا پرې خپل جیبونه ډک کړي، دا په ډالرو او په لرو روږدي.
د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي:
له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو د وضعیت له ښه والي سره مرسته نده کړې
کابل ټکی کام:
لکه چې ستا جیب ته پکې فیصدي نازله نشوه؟؟؟
ناتو:
افزایش اختلافات ذات البینی رهبران حکومت، نگران کننده است
کابل ټکی کام:
بخاطریکه عقل ندارند، تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُون
ویسا:
اوس د ملت د هوښيارتيا د ازمېښت وار دى
کابل ټکی کام:
ملت تل هوښیار دی، دا ګوډاګي حاکمان دي له عقل خلاص دي.
هیواد:
ننګرهار؛ نوى محفل، نوى ساقي كه زړې بابولالې؟
کابل ټکی کام:
…. هماغه … دی یواځې کته یې بدله شوه.
انیس:
طالبان د جنګ او سولې پر دوه لارې
کابل ټکی کام:
ځکه چې ګوډاکی حکومت د چل او منافقت پر دوه لارې.
افغانستان:
امریکا و صدور تروریزم از افغانستان بکشورهای منطقه!
کابل ټکی کام:
صادرات امریکا تروریزم و مسیحیت و واردات اش معادن، پس کشورهای منطقه متوجه باشد.
ویسا:
راځئ چې نور د تېروتنو لار پرېږدو!
کابل ټکی کام:
خو اوس اوبه له ورخه تیرې دي جانانه!
چین:
امریکا دې د هند او پاکستان په سرحدي مسئلو کې مداخله نه کوي
کابل ټکی کام:
مداخله خو د ابرقدرتونو شیطاني وظیفه ده. چې دا کاتې ونکړي نو څه به خوري؟؟؟
۸صبح:
ایتالیا کمک هایش به پولیس هرات را افزایش می دهد
کابل ټکی کام:
تا در انجام اعمال غلامي ایتالیا بهتر بشتابند.



