په کابل ښار د غلو راج

ډاکټر آصف
وایی چې که د یوه هیواد پادشاه د یوه حکومتي باغ نه یوه دانه میوه په نامشروع توګه وشوکوي نو بیا دې له خپل ملت نه ګیله نه کوي که د باغ ټولې ونې یې له بیخه هم وویستلې، زمونږ د ملي یووالي حکومت لوړپوړي چارواکي چې تر سپیږمو په فساد کې غرق دی او غلاوې پکې خپل اوج ته رسیدلي دي نو له څه مودې راهیسې د کابل په ښار کې عاموبې بندوبارو خلکو هم غلا او فساد ته ملاوې تړلي دي، جنایی پیښې زیاتې شوي دي او ورځ تر بلې لا هم زیاتیږي، د کابل ښاریان شکایت کوي چې په رڼا ورځ د پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو په یونیفورم او موټرو سمبال غله لارو کوڅو ته راووځي او په غلاو یې پیل کړی دی، آن د کابل مصؤن ځایونه هم له دې پیښو نه په امن کې نه دي، څه وخت چې ماښام تیاره ولګیږي نو وسله وال کسان راووځي موټرو ته مخامخ وسلې نیسي له موټر نه کسان راکوزوي او موټر تښتوي، خو امنیتي ارګانونه چې په هر ډول عصري وسایلو څه سمبال دي تر اوسه په دې اړه هیڅ کوم موثر اقدام ندی کړی، د شپې له مخې پر کورونو هم غله اوړي او له کورنو غلاوې کوي، اوس په کابل کې داسی ورځ او داسی ۲۴ ساعته نشته چې څو پیښی رامینځته نشي، اختطاف، وژنې، لارې شکونې، قتلونه په زیاتیدو دي او دوام لري، د فساد پیمانه له پخوا ډیره زیاته شوي د ښاریانو شکایتونه اوج ته رسیدلي دي، آن د ښار مرکزی برخه هم په امن کې نده قتلونه او موټر تښتوني هره ورځ د کورنو له مخې یو معمول ګرځیدلی دی، خو د مخنیوي لپاره یې تر اوسه هیڅ ډول اقدام نه لیدل کیږي خلک شاکي دي او غوښتنه کوي چې باید د کابل امنیت تامین شی، کشفی ارګانونه جنایی ارګانونه باید خپل وظایف وپیژني او انجام یې کړي، د پولیسو او نظامي ارګانونو له یونیفورم نه ګټه اخیستل کیږي آن تر دې چې د پولیسو موټر هم په دې کیسونو کې کاررول شوي دي.
چې په پایتخت کې دا جنایات په زیاتدیدو وي او مخه یې نه نیول کیږي؟ نو په ګرد هیواد به یې اغیزه څه وي؟ چې څوک په پایتخت کې یوه شیبه هم خپل ځان، مال، او کورنۍ مصؤنه ونه ګڼي نو د دې ښار سرنوشت به څه وي او پر دې برسیره د ټول هیواد سرنوشت او راتلونکی به څه ډول وي؟؟



